لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: ماروي سرمد ته په ټيلي ويژن سپکې سپورې ويونکی دې بخښنه وغواړي، اېچ ارسي پي

په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن (اېچ ار سي پي) ويلي کمېشن "په ټيلي ويژن پروګرام کې د خلیل الرحمان قمر لخوا ژورنالسټې او د بشري حقونو فعالې ماروي سرمد ته د سپکو سپورو غندنه کوي".

د پاکستان په يو شخصي ټيلي ويژن (نيو) باندې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت (عورت مارچ) په موضوع نېغ په نېغه خپرونه روانه وه او په دغه مهال خليل الرحمان قمر چې په پاکستان کې ډرامې ليکي، ژورنالسټې او فعالې ماروي سرمد ته سپکې سپورې ويلي دي.

اېچ ار سي پي ويلي قمر له دې وړاندې هم يوې فعالې ته دغه رنګ خبرې کړي، کمېشن د قمر د غندنې ترڅنګ د هغه نه غوښتي چې بخښنه غواړي.

په ټولنيزو رسنيو د قمر د خبرو سخته غندنه شوې ده، پاکستانۍ هنرمندې ماهره خان په ټويټر ويلي، " زه وبوږنېدم چې څه مې واورېده او څه مې وليده".

پښتنې فعالې او سياستوالې بشری ګوهر ويلي،

"د خليل الرحمان غندنه کوم چې نېغ په نېغه خپرونه کې يې د ماروي سرمد سپکاوی کړی دی. ګواښونه، ځورول او سپکاوی ښځې د دې څخه نه شي ودرولی چې دوی دې خپل حق ونه غواړي. عورت مارچ به کيږي. پېمرا دې د دې پېښې خبر واخلي. قمر دې د اولس په وړاندې بخښنه وغواړي".

ژورنالسټې عاصمه شيرازي په ټویټر لیکلي،

"د حضرت علي رض قول دی، بې شک انسان د خپلې ژبې په شا پټ دی. د دې سړي (قمر) غندنه کول ډېره وړه خبره ده. زه حېرانه يم چې دا ليکوال دی د ده په سوچ او فلسفه افسوس کوم. دا د پوهې د غبن لوړ مثال دی".

ډېری خلکو د ټيلي ويژن د پروګرام په ښځينه کوربه هم ټکونه کړي چې قمر يې د دغو خبرو څخه نه دی منع کړی.

د ښځو د نړيوالې ورځ په مناسبت (اتم مارچ) باندې په پاکستان کې د ښځو د حقونو دپاره کار کوونکې او مدني فعالانې د (عورت مارچ) په نوم لاريونونه کوي، دا لاريونونه په بېلابيلو ښارونو کې کيږي.

ډېری خلک د دغه لاريون ملاتړ او ډېری يې بيا مخالفت کوي.

د عورت مارچ پرضد په لاهور هايکورټ کې خواست هم شوی ؤ چې عورت مارچ د رياست مخالفه پټه ايجنډا ده او د دې لارې بدامني او بداخلاقي خورول کيږي.

خو عدالت پرون دغه خواست رد کړی او فېصله يې اورولې چې د قانون او ائين لاندې غورت مارچ نه شي ودرول کېدی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG