لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: "حکومت د تېلو نرخونه کم کړي خو ګټه يې ځان ته کړې"


د پاکستان مرکزي حکومت په نړيوال مارکيټ کې د تېلو د بيعو کمېدو وروسته د پټرولو او ډيزلو په نرخونو کې پينځه روپۍ کمې کړي خو بل اړخ ته د ډيزلو پټروليم ليوي يا ټېسکونه ۱۰۶ فيصده زيات کړی شوي دي.

خو د پټرولو کاروبار کوونکي تور لګوي چې حکومت د اولس په پېسو کې ګټه ترلاسه کوي.

په خېبرپښتونخوا کې د تېلو د اتحاديې (پټروليم ايسوسي اېشن) مشر اخترنواز وايي چې په نړيوال مارکيټ کې د خام تېل د يو بېرل بيعه د ۵۰ ډالرو نه هم راکمه شوې خو حکومت د ۱۴ روپو په ځای يواځې پينځه روپۍ نرخونه کم کړي دي.

هغه وايي"پکار وه چې ۱۴ روپۍ د يو ليټر نرخ راکم شوی وی خو دوي نهه روپۍ په ليوي کې شامله کړه او دغه نهه روپۍ بايد اولس ته ورکړی شوې وی خو حکومت دغه هم خپلې خزانې ته اچولې دي."

په نړيوال مارکيټ کې د بيعو راښکته کېدو وروسته که څه هم نرخونه راکم کړي خو د ډيزلو پټروليم ليوي کې زياتوالی شوی. د دې وروسته په ډيزلو ليوي ۲۵ روپۍ ۲۵ پېسې ته رسېدلي دي.

د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ترمخه چې حکومت ته به په روانه مياشت کې د ډيزلو د ليوي په برخه کې څلور اربه ۶۰ کروړه روپۍ او د پټرولو د ليوي په برخه کې درې اربه ۶۰ کروړه روپۍ ترلاسه شي.

دغه رپورټ وايي چې د پاکستان ټېکس راغونډولو اداره اېف بي ار روان کال په اته مياشتو کې د څلور کهربه ۸۰ اربه روپۍ خسارې سره مخ ده.

پوهان وايي چې حکومت هڅه کوي چې هره مياشت لس اربه روپۍ ترلاسه کړي.

د اقتصادي چارو کار پوهه ماهر سجاد احمد وايي چې د نړيوالې مالياتي ادارې په وينا حکومت ته ۲۰۰ اربه روپۍ نور ټېکسونه لګول وو خو د تېلو د نرخونو کمېدو سره حکومت ته هم ګټه شوې.

د ده په وينا چې د نړيوالې ادارې پلان دا ؤ چې د مني بجټ په شکل کې به نور ټېکسونه لګوي.

مرکزي حکومت دا وخت په پټروليم مصنوعاتو ۱۷ فيصده جنرل سېلز ټېکس (جي اېس ټي) ترلاسه کوي. د ډيزلو د يو ليټر په سر ۴۵روپۍ او په پټرولو مجموعي ټېکسونه ۳۹ روپۍ ته رسېدلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG