لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قریشي،دافغان کډوالو بل بهیر که پاکستان ته راماتیږي،مونږ به یې بار پورته نکړل شو


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي دي چې افغانستان کې که بیا کوم بد وضعیت رامخې ته کیږي نو اندېښنه ده چې دافغان کډوالو یو بل بهیر به بیا په پاکستان رامات شي اؤ پاکستان به دکډوالۍ دا بار بیا پورته نکړل شي.

دچهارشنبې په ورځ دپاکستان سینیټ ته دافغان سولې په اړوند دمعلوماتو ورکولو په مهال دبهرنیو چارو وزیر ویلي “پاکستان دسولې دخبرو برخه نه وه ،مونږ ورته یوازې اسانتیاوې برابر کړي ،مونږ ضمانتیان هم نه وؤ اؤ کیدای”

دشاه محمود قریشي په وینا “مونږ امن ته لیواله یو خو دا ټوله ټيکه پاکستان پخپلو اوږو نه شي اخستی ،دا ګډ مسولیت اؤ هرچاته به پکې خپل رول لوبول وي”

هغه وویل پاکستان افغانستان کې خپل هدفونه لري ،یو داچې افغانستان کې دې امن وي ترڅو دغه هیواد خپلو ګاونډیانو سره سوله ییز ژوند وکړل شي.همداشان افغانستان سره دې د پاکستان یوه پیاوړې سیاسي اؤ معاشي رشته وي .

هغه وویل پاکستان افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو دمسولیت څخه ډک وتل غواړي اؤ هم دې ته لیواله دی چې افغانستان سره دپاکستان لګیدلې پوله دې خوندي وي.

شاه محمود قریشي وویل پاکستان دڅلور لسیزو راهسې دافغان کډوالو کوربه توب کوي اؤ مونږ غواړي چې اوس هغوئ په باعزته توګه بیرته خپل هیواد ته ستانه شي .

هغه وویل افغانستان کې د ۱۹ؤ کالو اوږده جګړه اسانه نه ده اؤ اوس چې دامن په لوري کوم وړومبی ګام اخستل شوی دا هم کومه اسانه لاره نه ده.

دهغه په وینا “زه خپله لږ تر لږه په دې غلط فهمۍ کې نه یم چې دا لاره به اسانه وي، دې کې به ډيرې لوړې ژورې اؤ خنډان مخې ته راځي خو اوس لږ تر لږه ټولې خواوې په دې خبره متفق کړل شوي دي چې دافغان شخړې دهواري لاره جګړه نه ده”

شاه محمود قریشي وویل پاکستان نه غواړي چې هند دې هم په افغانستان کې دامنیت له پلوه څه رول ولري.

هغه وویل زمونږ اندېښنه ځکه پځائ ده چې ددې ترشا یو تاریخ دی اؤ یوه بله نکته دا ده چې که خدایې مکړه چرته بیا افغانستان کې یوه بله ستونزه راولاړیږي نو د کډوالو یو بل بهیر بیا پاکستان ته راماتیدی شي چې کیدای شي دغه بار مونږ پورته نکړل شو.

تر دې دوه ورځې وړاندې شاه محمود قریشي پخپله یوه مرکه کې دافغانستان په ولسمشر اشرف غني غږ کړی ؤ چې دسولې دتړون له مخې طالب بندیان باید له بنده خوشې کړي خو افغان دولت دشاه محمود قریشي دا څرګندونې دافغانستان کورنیو چارو کې مداخله ګرځولې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG