لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوالې محکمې افغانستان کې دجنګي جرمونو دپلټنو منظوري ورکړه


نړیوالې محکمې یا ایي سي سي په افغانستان کې دجنګي جرمونو دپلټنو اجازه ورکړې ده اؤ امر یې کړی دی چې په دغه هیواد کې دجګړې په مهال دشوؤ زیاتیو پلټنې باید په وړاندې بوتلل شي.

د زیارت په ورځ د پوځدارۍ دنړیوالې محکې قاضي پیوټر هوفمانسکي پخپله اورول شوې پرېکړه کې ویلي چې “استغاثه دا حق لري چې دکال۲۰۰۳م د یکم دمیاشتې د وړومبۍ نیټې نه د افغانستان په خاوره د شوؤ جنګي جرمونو پلټنې وکړي”

چې تر دې دمخه په ۲۰م نومبر کال ۲۰۱۷م کې سرکاري وکیلانو د وړومبي مئ ۲۰۰۳م څخه افغانستان کې دامریکایي اؤ ائتلافي ځواکونو له اړخه په شکمنه توګه د انسانیت په ضد دشوؤ جرمونو د پلټنو پیل کولو دپاره د بې پلوه قضاوت کوونکو قاضیانو څخه داجازې اخستو عریضه کړې وه.

خو دبشپړې کره کتنې وروسته په ۱۲م اپریل کال ۲۰۱۹م کې نړیوالې محکمې دافغانستان په خاوره دجنګي جرمونو د پلټنو دپاره ورکړل شوې عریضه رد کړې وه.

په هېګ کې د نړيوال عدالت دغې فېصلې ته هغه مهال په ګرده نړۍ کې د بشري حقونو ډلو سخت غبرګون ښودلی ؤ

د راپور له مخې په هغه مهال قاضیانو پرېکړه کړې وه چې په دې پړاؤ کې دافغانستان د وضعیت پلټنې کول به دانصاف غوښتنې پوره نکړل شي.

خو اوس دنړیوالې محکمې له لوري افغانستان کې دجنګي جرمونو د پلټنو دا پرېکړه په داسې مهال مخې ته راغلې ده چې په ۲۹مه فرورۍ په دوحه کې طالبانو اؤ امریکې د سولې یو تړون لاسلیک کړی دی.

دغه تړون کې په دې خبره اتفاق شوی چې طالبان به دافغانستان خاوره دنورو هیوادونو په ضد کارول کیدلو ته نه ورکوي اؤ ددې بدل کې به امریکا پړاؤ په پړاؤ افغانستان څخه بهرني عسکر وباسي.

د جرمونو نړيوال عدالت يا ICC په کال ۲۰۰۲ کې د هالېنډ په هېگ ښار کې جوړ شوی چې پکې د نړۍ ۱۲۲ ملکونه يې غړي دي خو امريکا ، روس، چين اسرايل، قطر، عراق او لېبيا د نړيوال عدالت غړي نه دي ځکه نو د دغو هېوادونو په ضد نړيوال عدالت څه قسمه فېصلې نه شي عملي کولې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG