لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنسي ځورونې په تور ګومل پوهنتون د دوه استازانو په ګډون څلور کار کوونکي له څوکو څخه لرې کړي


ګومل پوهنتون
ګومل پوهنتون

د ډېره اسماعيل خان د ګومل پوهنتون انتظاميې د جنسي ځورونو په تور يو پروفېسر، يو اسټنټ پروفېسر او دوه نور کار کوونکي له څوکو څخه لرې کړي، خو دا څلور واړه چارواکي په ځان لګېدلي تورونه ردوي.

د ګومل پوهنتون وياند عالمزېب وايي، په ډاکټر پروفېسر بختيارخټک، اسټنټ پروفېسر عمران قرېشي، ګېم سپروايزر حکمت الله او د لېب چارواکي حفيظ الله نوکرۍ ختمې کړی شوي دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې عالمزېب وويل، "چې د دغو کسانو پرضد د جنسي ځورونې پلټنې روانې وې او په دغه لړ کې د ګورنر شاه فرمان د لارښونې په رڼا کې سرته رسول شوي او د دغو تورونو په اساس بيا دا څلور واړه چارواکي لرې کړی شوي او پوهنتون ته په ورتګ پرې بندېز لګول شوی دی".

بختيار خټک تورونه رد کړي

خو بختيار خټک چې د ګومل پوهنتون شريک مشر پاتې شوی وايي د هغو پرضد انتقامي عمليات شوي دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل "د پروفېسر صلاح الدين او وايس چانسلر محمدسرور پرضد دوی ګورنر ته شکايت کړی چې صلاح الدين په پوهنتون کې د جينکو جنسي ځورونې کوي او وايس چانسلر غبن کړی ځکه د دوی پرضد بيا دا ګام پورته کړی شوی دی".

هغه وويل د ده پرضد د ځورونې قضيه په ۱۹۹۸ کې جوړه شوې خو هيڅ ثبوت پرې مخې ته نه ؤ راوړل شوی او بيا په کال ۲۰۱۸کې دغه پلټنې شوې خو دی دواړه ځله بري شوی ؤ.

هغه زياته کړه "هغه دوه ځله بري شوی خو اوس د دغو تورونو په اساس د نوکرۍ څخه لرې کړی شو".

هغه وويل اوسنۍ پرېکړه يې د پېښور هايکورټ په ډېره اسماعيل خان څانګه کې چېلنج کړې او عدالت په دغه پرېکړه د عمل نه کولو ويلي خو د پوهنتون انتظاميه عدالتي امر نه مني او هغه بيا عدالت ته د پوهنتون د انتظاميې پرضد د عدالت د سپکاوي او امر نه منلو خواست کړی دی.

صلاح الدين څوک دی؟

د ګومل پوهنتون استاز صلاح الدين چې د اسلامياتو او عربۍ پروفېسر ؤ په وروستيو کې د يو شخصي ټیلي ويژن (ای ار وايي) په يو پروګرام کې په نوموړي د جنسي ځورونو تور لګول شوی او هغه بيا د خپلې څوکۍ څخه استعفی ورکړې وه.

صلاح الدين د یو بل استاز شهریار عليزۍ د دړکوپه تورونو نيول شوی هم ؤ خو بيا د عدالت څخه په ضمانت خوشی شوی ؤ.

د زده کوونکو دريځ

بل لور ته د ګومل پوهنتون زده کوونکي وايي د تېرو اته مياشتو راهسې د پوهنتون د انتظاميې د ناوړه چلند پرضد احتجاجي مظاهرې کوي او وايي دا وخت د پېښور پرېس کلب مخې ته په احتجاجي پرلت ناست دي.

د زده کوونکو د اتحادې (متحده طلبا محاذ) مشر ذيشان بېټنی تور لګوي چې په بنیادي توګه په پوهنتون کې څلور ډلې جوړې دي او خپلمنځي اختلافات لري خو د دوی ټول زور بیا زده کوونکو ته رسي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "دوی د تېرو اته مياشتو راهسې احتجاجونه کوي چې د پوهنتون ټولې چارې دې سمې شي خو د پوهنتون انتظاميې بيا د دوی پرضد د ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمې جوړې کړي او زده کوونکي يې د پوهنتون څخه ويستي دي".

هغه وويل پېښور ته احتجاج له ځکه تللي چې ګورنر ته خپل شکایت ورسوي او هغه د پوهنتون د وايس چانسلر ترڅنګ د ټولو انتظامي چارو په اړه خبر واخلي او د وراني کوونکو پرضد ګام پورته کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG