لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکرونا وائروسو له امله عمره بنده،خو پاکستان کې دکرکټ میدانونه په سیالیو سینګار،څیړونکي څه نظر لري؟


دپېښور دلیډي ریډنګ روغتون ډايریکټر ډاکټر خالد مسود وي اوی ای ډیوه سره خبرو کې وویل که مونږه ځان د ګڼې ګوڼې نه یو خوا ته کوو او هغې کې مونږ حج، عمره او جوماتونه شامل کړي دي نو لوبې بیا ددې په نسبت هیڅ هم نه دي.

د۲۱مې فرورۍ نه پاکستان کې د کرکټ پي ایس ایل سیالۍ روانې دي چې د ۲۲م مارچ پورې به دوام کوي خو کار پوهان اندیښمن دي چې د لوبو میدانونو کې د کرونا وایرس څخه د ژغورنې لپاره غوره احتیاطي ګامونه نه دي اخستل شوي

دپېښور دلیډي ریډنګ روغتون ډايریکټر ډاکټر خالد مسود وي اوی ای ډیوه سره خبرو کې وویل که مونږه ځان د ګڼې ګوڼې نه یو خوا ته کوو او هغې کې مونږ حج، عمره او جوماتونه شامل کړي دي نو لوبې بیا ددې په نسبت هیڅ هم نه دي.

هغه وایي دا دحکومت ذمه واري ده او حکومت لګیا دی خپل کار کوي. چې کوم ځایې هم لوبې روانې دي، دې کې ګڼه ګوڼه جوړیږي او مونږ له پکار دي چې خپل فرض تر سره کړو.

هر څو که دې لوبو کې یوه هم پیښور کې نه کیږي خو په پېښور کې دکرکټ مینه وال بیا هوټلو کې ناست د ټي وي په پردو نیغ په نیغه دغه لوبې ګوري.

پیښور صدر کې یو ځوان فریدون خان مومند وایي دې حالاتو کې حکومت باید د پي ایس ایل مقابلې وځنډوي ځکه چې نورو هیوادونو کې هم داسې شوي دي. خو د بده مرغه پاکستان کې په دې اړه کوم کوټلي ګامونه په نظر نه راځي.

بل لوري ته یو بل تن ماجد خان وایي ښاریو کې خو بیا هم د مطبوعاتو نه خلق خبریږي خو د کلي والیو سیمو خلق ددې نه بې برخې دي او حکومت باید داسې یو کمپاین پیل کړي چې د لرې پرتو علاقو خلق هم په دې پوهه شي چې د کرونا وایرس نه به ځان څنګه ژغوري.

هغه زیاتوي پرمخ تللو هیوادونو کې د کرونا په ضد واکسین لا نه دي جوړ شوي او دوي مشکلاتو سره مخ دي"خدایې مه کړه که دلته دې مرض وبایي شکل خپل کړو نو قابو موندل به پرې ګران شي"

دا په داسې مهال ده چې د راپورونو تر مخه پاکستان کې د کرونا شپږ مریضان مخې ته راغلي دي.

ټولې نړۍ کې ددې نه د مړو شوو تنانو شمیره درې زره درې سوه او د اغیزمنو شمیره اته نوي زره تنانو ته رسیدلې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG