لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خیبر پښتونخوا:اوسنیو بارانونو کې ۱۷کسان مړه شوي،۳۸ژوبل


چارواکي وایي په خیبر پښتونخوا صوبه کې د اوسنیو بارانونو له امله لږ تر لږه ۱۷کسان مړه شوي اؤ ۳۷نور ژوبل شوي دي.

دقدرتي افتونو په مهال دمرستو دولتي ادارې) پي ډي‌ ایم ای) پخپل یو بیان کې ویلي دبارانونو اؤ تیزو هواګانو له امله دګڼو کورونو کوټې اؤ دیوالونه غورځېدلي اؤ په تیرو څلورو ورځور کې د ښځو اؤ ماشومانو په ګډون دصوبې بیلابیلو سیمو کې۱۷کسان مړه شوي دي.

دغه اداره وایي په ټوله صوبه کې دوه کورونه په بشپړ ډول تباه شوي اؤ ۴۷ؤ کورونو ته لږ شان زیان اوښتی دی اؤ‌ په دې پېښو کې د انسانانو ترڅنګ څاروي هم مړه شوي دي.

دې بارانونو اؤ طوفانونو زیات زیان په پېښور،چارسده،نوښار،بونیر،سوات کې اړولی

پېښور کې دبارانونو له امله رامنځته شوؤ پېښو کې دوه ماشومان اؤ دوه میرمنې مړې شوي دي.

د قدرتي افتونو په مهال د مرستو ادارې ویلي باران ځپلو کورنیو باندې دحکومت لخوا مرستې ویشل شوي اؤ مرستندویه فعالین څلیریشت ساعته چمتو ساتل شوي ترڅو د کومې بدې پېښې په مهال په وخت مرستو ته ور وړاندې شي

دپاکستان د ډان ورځپاڼې له مخې دتیرکال په پیل کې هم دپاکستان بیلا بیلو برخو کې دبارانونو له امله خیبر پښتونخوا،بلوچستان اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې تر۸۰ؤ‌پورې کسان مړه شوي اؤ‌ په لسګونو نور ژوبل شوي وؤ

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG