د امریکې د بهرنيو چارو وزير مایک پمپيو ويلي، "د متحد او خپلواکه افغانستان په کلکه ملاتړ کوو او د موازي حکومت جوړولو مخالفت يُو".
مايک پمپيو دغه خبره وروسته له هغې کړې چې د ګل/دوشنبې په ورځ اشرف غني د افغانستان د ولسمشرۍ سوګند پورته کړی دی.
خو د دې ترڅنګ عبدالله عبدالله هم ځان له لوړه کړې ده.
پمپيو ویلي، "د موازي حکومت جوړولو او د سياسي اختلاف د ختمولو دپاره د هر ډول زور مخالفت کوي".
هغه زياته کړې ټول شموله حکومت ته لمړيتوب ورکول د سولې دپاره مهم دي.
د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم ويلي، "ما د تیرې اوونۍ ډیره برخه په دې هڅو تیره کړه چې ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله سره مرسته وکړم چې پر یو ټولشموله او په پراخه کچه منل شوي حکومت توافق وکړي. مونږ به مرسته کولو ته دوام ورکړو".