لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په کوټه کې د کرونا وايرس لمړۍ پېښه، پاکستان کې شمېره ۱۹ ته ورسېده


په کوټه کې د کرونا وايرس لمړۍ پېښه مخې ته راغلې او دې سره په پاکستان کې د کرونا وايرس وهلو شمېره ۱۹ ته رسېدلې ده.

د بلوچستان صوبې وزيراعلی جام کمال خان په کوټه کې د کرونا وايرس د لمړۍ پېښې پخلی کړی دی.

نوموړي ويلي، "د دوه ټېسټونو وروسته په کوټه کې د کرونا وايرس لمړۍ پېښه مخې ته راغلې ده. ماشوم په فاطمه جناح روغتون کې دی او روغتيايي حالت يې ښه دی".

راپورونه وايي د دغه ماشوم تعلق د سند صوبې د دادو علاقې سره دی او هغه د عراق سفر کړی ؤ.

د صحت په چارو کې د وزیراعظم مرستیال ډاکټر ظفر مرزا ويلي،

"په پاکستان کې په ۲۴ ساعتونو کې دکرونا وايرس پېښې دوه چنده سېوا شوي دي. دا ښه خبره نه ده. د رنځ د ۱۰۶ هېوادونو نه زياتو ته خور شوی. په پاکستان کې ټولې ۱۹ واړه پېښې بهرنۍ دي. د ټولو روغتيايي حالت ښه دی. تراوسه پورې ځايي پېښه نه ده رپوټ شوې. که مونږ زمه واره ګام پورته کړو مخه يې نيولی شو".

په پاکستان کې پرون د نهې، سه شنبې په ورځ په سند صوبه کې د کرونا دوه پېښې مخې ته راغلې وې.

د سند صوبې د صحت د محکمې چارواکو ويلي ؤ د کرونا وايرس چې په کومو دوه تنانو کې مالوم شوي د يو تعلق د حېدر اباد سره دی او هغه د شام نه د دوحه په لار کراچۍ ته راغلی دی.

ويل شوي د بل تعلق د کراچۍ سره دی او هغه د دوبۍ په لار د ايران نه راغلی دی.

په سند صوبه کې د کرونا وايرس د پېښو شمېره ۱۵ ته رسېدلې ده. د سند نه علاوه دوه نورې پېښې په اسلام اباد او يوه بله په ګلګت کې رپوټ شوې ده.

ظفر مرزا ويلي، "تر ټولو مهمه خبره دا ده چې مونږ کرونا خورېدو ته نه پرېږدو، لاسونه سم وينځو او د کرونا وهلو کسانو نه ځانونه په ډډه وساتو. حکومت د دې وبا د قابو کولو هڅه کوي، بايد مونږ ټول په دې کار کې خپل رول ولوبوؤ".

هغه ويلي حکومت ټول حالات څاري د پرېشانۍ خبره نشته حالات قابو دي خلک د کرونا وايرس څخه بچ کولو دپاره مرکزي او صوبايي حکومتونه په ګډه په بېړنۍ توګه کار کوي.

د راپورونو ترمخه کرونا وايرس په نړۍ کې د يو لاک ۱۹ زرو نه زیات خلک اغېزمن کړي او د څلور زرو نه زيات يې مړه کړي دي.

د صحت نړيوالې ادارې ويلي کرونا وايرس د نړۍ د ۱۱۰ هېوادونو پورې خواره شوي دي.

د کرونا وايرس له امله په نړيواله کچه د ونډو بازار هم اغېزمن شوی دی.

کرونا وايرس تر ټولو زيات چين ځپلی په دغه هېواد کې يې د ۸۰ زرو نه زيات خلک يې اغېزمن کړی او۳۱۴۰ کسان يې مړه کړي دي.

کرونا په اټلي کې د لسو زرو نه زيات خلک وهلي او ۶۳۱ يې مړه کړي دي، په درېم نمبر ايران دی چرته چې د کرونا وايرس د اته زرو نه زياتې پېښې مخې ته راغلي او ۲۹۱ يې مړه کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG