لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزیرستان د کډوالو بيرته ستنولو عمل دوه کاله وروسته بيا پېلیږي


د خېبرپښتونخوا د افتونو په وخت د انتظام اداره (پي ډي اېم ای) وايي د شمالي وزيرستان د ماچس علاقې کډوال بيرته ستنوي خو کډوال وايي په علاقه کې يې کورونه ړنګ کړی شوي دوی چې بيرته ستانه شي د سر سيوری یې نشته دوی به څه کوي.

پي ډي اېم ای وايي د شمالي وزيرستان د ماچس علاقې ۴۹۶ کډوالو کورنيو د بيرته ستنولو عمل به په ۱۶م مارچ پېل شي او تر ۱۹م مارچ پورې به روان وي.

د پي ډي اېم وياند احسان داوړ وايي دغو کډوالو ته به د بيرته ستنولو په وخت لس زره روپۍ د لارې دپاره، ۲۵ زره روپۍ د خرڅ، خوراکي توکي او تر شپږو مياشتو پورې به ورته خوراک ورکول کيږي.

پي ډي اېم ای ويلي د ماچس علاقې خلک دې د بنو د بکاخېلو په کېمپ کې خپل اندراج وکړي چې په سمه طريقه دوی بيرته ستانه کړی شي.

خو بل لور ته د شمالي وزيرستان د کډوالو د کمېټۍ مشر غلام وزير وايي، اوله خبره دا ده چې يو خو د وزيرستان د کډوالو بيرته ستنولو عمل دوه کاله وروسته پېل شو.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل بل دا چې د ماچس کډوال بيرته ستنول کيږي نو هلته خود دوی کورونه د ضرب عضب عملياتو په مهال هوار کړی شوي دي، د دوی د سر سيوری نشته.

خو احسان داوړ وايي د دوی ټيمونه په علاقه کې موجود دي او چې دغو کډوالو ته څه قسمه ستونزه هم ورپېښه وي هغه به ورته هواروي.

ماچس د شمالي وزيرستان د مرکز ميرانشاه مرکزي ښارګوټی دی.

وزير وايي د دوه کاله دمې وروسته يواځې د ماچس علاقې څو سوه کورنۍ بيرته ليږل کيږي او نوموړی ادعا کوي د شمالي وزيرستان د ۴۰زره پورې کډوال اوس هم په کډوالۍ کې دي، نو په په دوه کاله کې چې يواځې څو سوه کورنۍ ليږل کيږي د زرونو په شمېره کې کډوالو به څه کيږي.

هغه وويل بايد د شمالي وزیرستان د ټولو کډوالو د بيرته ستنولو دپاره دې په فوري توګه کوټلي ګامونه پورته کړی شي.

احسان داوړ وايي د پي ډي اېم ای سره د شمالي وزیرستان د ۱۵زرو نه زياتې رجسټرډ کورنۍ دي چې هغو ته دوی ټولې مرستې ورکوي.

هغه زياته کړه په سيمه کې چې کله هم دوی ته د امنيتي ځواکونو لخوا وئیل کيږي چې علاقه پاکه ده او دوی ته ځايي انتظاميه د بيرته تګ اووايي نو اداره تیاره ده چې دا خلک بیرته ستون کړي.

په شمالي وزيرستان کې نزدې شپږ کاله وړاندې د تندلارو وسله والو پرضد د ضرب عضب په نوم پوځي عمليات شوي چې له امله يې د سيمې نه د يو لاک څخه زياتې کورنۍ کډوالې شوې وې.

پي ډي اېم ای وايي زياتره کډوال يې بيرته ستانه کړي خو د کډوالو کميټي وايي نه يواځې په پاکستان کې ځای کړی شوي کډوال بلکې افغانستان ته د وزيرستان څخه تللي کډوال دې هم بيرته ستانه کړی شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG