لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: نېب د مطبوعاتي ادارې مشر نيولی، د سوشل ميډیا غبرګون


د پاکستان د احتساب قامي ادارې (نېب) د شخصي مطبوعاتي ادارې (جنګ او جيوګروپ) مشر شکيل الرحمان نيولی دی.

په هغه تور دی په ۱۹۸۶م کې يې د پنجاب د هغه وخت د وزیراعلی شهباز شريف نه په غېر قانونه توګه ځمکه اخستې وه. خو جيو جنګ ګروپ دغه تورونه رد کړي.

جنګ جيو ګروپ ويلي مير شکيل ته ۳۴ کاله وړاندې دغه ځمکه حکومت نه وه ورکړې.

په ټولنيزو رسنيو د ميرشکیل الرحمان په نيولو ټکونه شوي دي.

په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن (اېچ ار سي پي) ويلي، اداره د میر شکيل الرحمان په نيولو اندېښمنه ده چې د ۳۴ کالو په پخواني مسله کې يې نيولی دی، اېچ ار سي پي دغه عمل مشکوک ويلي چې دا سياسي انتقام دی.

د اېچ ار سي پي په وېنا ژورنالسټان ګڼي چې دا د رسنيو په ازادۍ بل بريد دی او اېچ ار سي پي د حکومت نه غوښتنه کوي چې دا مسله په سمدستي ډول هواره کړي او د رسنیو د ازادۍ خپله کړې ژمنه دې پوره کړي.

د ژورنالسټانو د ساتنې نړيوال سازمان (کميټي ټو پروټېکټ ژورنالسټس) هم د پاکستاني چارواکو نه غوښتي چې په سمدستي ډول دې میر شکیل الرحمان خوشی کړي.

په پاکستان کې د ژورنالسټانو د حقونو دپاره کار کوونکي تنظيم فريډم نېټ ورک هم د ميرشکيل الرحمان نيول غندلي او د هغه د خوشي کولو غوښتنه يې کړې ده.

ژورنالسټې عاصمه شيرازي په ټويټر ویلي،

د مير شکيل الرحمان د نیولو نه دا يوه خبره خو په ډاګه شوه چې ميډيا اوس شکنجه کيږي او د معاشي بد حالۍ ښکار ميډيا به نوره وځپل شي،صحافیان به په سړکونو را ووځي، چې تنګ شي په جنګ شي.

د اغلې دغه ټویټ ته ځينو کسانو په ځواب کې ويلي نېب کوم ژورنالسټ نه دی نيولی د مالکانو دپاره ژورنالسټانو ولې په سړکونو راووځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG