لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرونا وایرس له کبله د پاکستان ټولې تعلیمي ادارې د اپرېل تر 5مې بندې شوې


واشنګټن ــــ د ځینو نورو هېوادونو غوندې د پاکستان په ځینو برخو کې هم د کرونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر بیړنی حالت اعلان شوی او د دې هېواد ټولې تعلیمي ادارې بندې کړل شوې دي.

نن د جمعې په ورځ‌ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ یوه غونډه شوې چې پکې د پوځ او استخباراتي‌ ادارو مشرانو هم ګډون کړی او پرېکړه شوې چې د هېواد تعلیمي‌ ادارې به د اپرېل تر 5مې نېټې بندې وي.

تر دې مخکې د خیبرپښتونخوا د وزیراعلی د اطلاعاتو سلاکار اجمل وزیر هم نن د جمعې په ورځ د حکومتي کابینې تر غونډې وروسته خبري کانفرنس ته وویل، چې د صوبې ټولې تعلیمي ادارې به 15 ورځې بندې وي.

اجمل وزیر وایي د نن ورځې تر ماښامه یې له هاسټلونو د زده کوونکو د ایستلو امر هم کړی دی او زیاتوي چې د ټولو تعلیمي ادارو کالنۍ ازموینې یې هم ځنډولې دي.

د کورونا وایرس د مخنیوي په خاطر د پښتونخوا حکومت هم په ټوله صوبه کې سرکاري، ولسي او کلتوري غونډې هم بندې کړي او په زندانونو کې له قیدیانو سره پر ملاقاتونو یې هم بندیز اعلان کړی دی.

د سیند صوبې د وزیراعلی مراد علي شاه په مشرۍ غونډه کې هم ورته پرېکړه شوې چې د کرونا وايرس د خطرې له امله به د صوبې ټولې تعليمي ادارې n مې میاشتې تر 31مې پورې تړلې وي.

صوبايي وزير سعيدغني پر ټويټر لیکلي چې ټولې تعلیمي ادارې به یې یوه نیمه میاشت بندې وي او زياته کړې يې ده چې د نهم او لسم ټولګي امتحانونه هم ځنډول شوي او په اړه به يې وروسته فیصله کېږي.

په بلوچستان کې چې د مارچ تر 15مې د تعلیمي ادارو د بندېدو اعلان شوی وو اوس دا موده د مارچ تر 31مې غزول شوې ده. د بلوچستان د تعلیم وزیر سردار یار محمد رند د پنجشنبې- زیارت په ورځ په کوټه کې خبري غونډې ته وویل، چې ټولې سرکاري او غیرسرکاري تعلیمي ادارې به پینځلس ورځې نورې هم بندې وي.

خو په صوبه کې د شخصي سکولو اتحاد (پرایوېټ سکولز ګرېنډ الاینس) د حکومت دا پرېکړه رد کړه او وایي چې سکولونه به یې پرانیستي وي. د دې اتحاد مشر نظر بړېڅي پر خپل فېسبوک لیکلي چې د صوبې تعلیم مخکې هم خراب وو د سکولونو له بند ساتلو سره به نور هم خراب شي.

خو د تعلیم وزیر یار محمد رند ویلي د مدرسو په ګډون هر ډول تعلیمي ادارې به بندې وي، وایي که چا د حکومت له دې پرېکړې سرغړونه وکړه نو د هغوی په ضد قانوني ګامونه اخیستل کېږي.

د پاکستان د روغتیا چارواکي وایي تر دې مهاله په هېواد کې ۲۱ تنه په کرونا وایرس اخته دي چې وایي ۱۳ یې په سیند صوبه، ۵ په ګلګت بلتستان او یو د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG