لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په عراق کې د ایران پلوه ملېشې کتایب حزب الله د وسلو پر مرکزونو بریدونه کړي


واشنګټن ــــ په عراق کې امریکايي جنګي جهازونو د ایران پلوه ملېشې په یو شمیر مرکزونو بمباري کړې ده. امریکا دغه ګام وروسته د هغې پورته کړی چې په عراق کې د ایتلافي ځواکونو په یوه اډه 24 ساعته وړاندې برید ترسره شوی.

د پنجشنبې- زیارت د شپې ناوخته او د جمعې په سهار شوو دغو هوايي بریدونو کې د کتایب حزب الله ډلې پینځه د وسلې ساتلو مرکزونه یا ډپوان په نخښه شوي دي. په کتایب حزب الله ډلې تور دی چې دوه ورځې وړاندې يې د بغداد په شمالي برخه کې په یو پوځي مرکز برید کړی وو چې پکې دوه امریکايي او یو برتانوي عسکر وژل شوي او 14 نور ژوبل شوي وو.

د پینټاګان له خوا خپور شوي یو بیان کې ویل شوي چې دغه هوايي بریدونه "د خپلې دفاع، متناسب او د خطر په ځواب کې شوي دي". د بیان تر مخه په دغه بریدونو کې یو شمیر هغه د وسلې مرکزونه په نخښه شوي چې پکې په کېمپ تاېیج د برید لپاره کارول شوي میزايلې ساتل شوې وې.

د امریکا د پوځ له خوا خپور شوي بیان کې ویل شوي چې په کتایب حزب الله ډلې باندې د دغو بریدونو مقصد په راتلونکي کې د دغې ډلې له خوا په ایتلافي عسکرو بریدونو مخه نیول دي.

هم د جمعې په ورځ د ایران خارجه وزارت ویاند عباس موصوي ویلي، "د خطرناکو ګامونو او بې ځایه تورونو پر ځای دې صدر ټرمپ په دغه سیمه کې د خپلو عسکرو او د دوی په چلند پام وکړي".

عراقي پوځ هم د امریکا له خوا د دغو هوايي بریدونو پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې په نخښه شوي ځني مرکزونه د ملېشه د مرکزونو په توګه کاریدل.

د امریکې د دفاع وزیر مایک ایسپر په پینټاګان کې خبریالانو ته وویل، چې امریکا به پر خپلو خلکو، پر خپلو ګټو او متحدینو باندې بریدونه ونه مني، هغه وایي "تاسو نه شئ کولای زموږ پر مرکزونو بریدونه وکړئ، امریکایي وګړي و وژنئ او زخمي یې وکړئ او بیا وتښتئ".

په منځني ختیځ‌ کې د امریکایي پوځونو مشر جنرل کینیت میکینزي وایي، د امریکایي او اتحادي پوځیانو وژل "سره کرښه" ده. جنرل میکینزي په دسمبر کې د عراق په کرکوک کې د امریکایي ځواکونو پر مرکز برید ته په اشارې سره وویل:

"کتایب حزب الله یواځینۍ ډله ده چې په عراق کې یې مخکې هم پر امریکایي او اتحادي ځواکونو دې ته ورته بریدونه کړي دي".

د امریکې پر دعوو برسېره کتایب حزب الله ډلې دوې ورځې وړاندې پر امریکایي مرکز په برید کې لاس لرل رد کړي دي، خو وایي چا چې دا برید کړی پر هغوی دې برکت وي. کتایب حزب الله ډلې ویلي:

"د ملي او مشهورو ځواکونو لپاره همدا مناسبت وخت دی چې خپل جهادي عملیات پیل کړي او له دې مقدسې خاورې څخه شرخوښي او تجاوز کوونکي وباسي".

په دسمبر کې د امریکایي ځواکونو پر مرکز تر برید وروسته- چې د امریکې یو قراردادي پکې و وژل شو- امریکایي یو لړ ځوابي بریدونه وکړل او په جنوري کې یې د ایران د القدس ځواک لوی کمانډر قاسم سلیماني او د کتایب حزب الله ډلې جوړوونکی ابومحمد المهندس د عراق پر یوه هوایي ډګر په برید کې و وژل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG