لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا: د ايران څخه خېبرپښتونخوا ته راغلي ۱۸ کسان په قرنطين کې اچول شوي


ډېره اسماعيل خان قرنطين مرکز
ډېره اسماعيل خان قرنطين مرکز

د خېبرپښتونخوا د ډېره اسماعيل خان ضلعې انتظاميه وايي هغه ۱۸ کسان چې د ايران څخه د تافتان د لارې پاکستان ته راغلي او تعلق يې د خېبرپښتونخوا د بېلابيلو علاقو سره دی په ډېره اسماعيل خان کې په قرنطين سنټر کې اچول شوي دي.

د ډېره اسماعیل خان ضلعې د کرونا وايرس دپاره فوکل پرسن ډاکټر ماجد سليم استرانه ویلي د ايران څخه راغلي ۱۸ زایرين د درازنده قرنطين سنټر ته منتقل کړی شوي دي.

هغه ويلي د دغو کسانو به ټېسټونه کولی شي او د سکريننګ نه پس به کورونو ته لېږل کيږي.

د بلوچستان چارواکو پرون د خالي ، شنبې په ورځ ويلي د ايران څخه د تافتان د لارې راغلي ۱۸۴۴ کسان چې په تافتان کې ۱۴ ورځې په قرنطين مرکز کې ساتل شوي وروسته خپلو علاقو ته روان کړی شوي دي.

په دغه شمېره کې ويل شوي د خېبرپښتونخوا سره تعلق لرونکي ۲۶ کسان په يو بس کې لېږل شوي دي.

خو د ډېره اسماعيل خان مرستيال کمشنر محمد عمېر وي او ای ډيوه سره په خبرو کې پخلی کړی چې دوی ته د ۱۸ کسانو فهرست ورکړی شوی او دغه ۱۸ واړه درازنده ته رسېدلي دي او دوی په قرنطين مرکز کې اچولي دي.

د صحت په چارو کې د پاکستان د وزیراعظم مرستیال ډاکټر ظفر مرزا د جمعې په ماښام ويلي ؤ دغه کسان چې په تافتان کې ۱۴ ورځې په قرنطين کې ساتل شوي که خپلو علاقو ته لاړ شي او هلته يې ځايي انتظاميه بيا په قرنطين کې ساتل غواړي کولی شي چې وې ساتي.

د جمعې په ورځ د پاکستان د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د کرونا وايرس په اړه د ملي امنيت غونډه شوې او په دغه غونډه کې پرېکړه شوې چې د کرونا د مخنيوي په موخه په ټول ملک کې تر ۵م اپرېل تعليمي ادارې بندول، د ايران او افغانستان سره پولې تړل او په ملک کې دننه په غونډو راجوړولو بندېز شامل ؤ.

د راپورونو ترمخه په پاکستان کې د کرونا وايرس شمېرې ۳۳ ته رسېدلې چې پکې ۱۹ په سند صوبه او لس په بلوچستان صوبه کې مخې ته راغلي دي.

پاکستاني چارواکي وايي په پاکستان کې چې په کومو خلکو کې د کرونا وايرس مالوم شوي په دوی کې زياتره د بهر هېوادونو څخه راغلي دي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي هغه په خپله د کرونا وايرس د مخنیوي دپاره پورته کړی شوو اقداماتو ته ګوري، او په خلکو يې د احتیاط او حکومتي مشورو منلو د عمل کولو غږ کړی دی.

د ډېره اسماعيل خان انتظاميه وايي دغلته به نورې قافلې هم راځي او دوی ورته تياريانې نيولي دي په يو روغتون کې د ۴۵ پورې کسان ساتلی شي او نور ځايونه هم لري.

خو د درازنده ځايي شيراني قوم وايي حکومت دې روغتون خو دغو خلکو ته ځانګړی کړي خو نور ځايونه دې ورته نه ورکوي لکه سکولونه او کالجونه، ځکه د دوی په وېنا په علاقه کې غريب خلک مېشت دي او هغه به ټول د دې نه اغېزمن شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG