لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي چارواکي وايي د کرونا وايرس د مخنيوي پرضد يې ويکسين جوړ کړي


امریکايي چارواکي وايي د کرونا وایرس د علاج دپاره یې يو ډول ويکسين تيار کړي کوم چې به د ګل/ دوشنبې د ورځې څخه په تجرباتي بنيادونو کارول پېل کړي.

د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه يو امریکايي چارواکي د نوم نه ښکاره په شرط دغه خبره کړې ځکه چې هغه ويلي د ويکسينو کارول په عامه توګه نه دي اعلان شوي.

ويل شوي د صحت قامي مرکز د ويکسينو کارولو ته مالي مرستې ورکوي او دا کار به د واشنګټن د صحت د څيړنې په مرکز کې ترسره کولی شي.

د صحت چارواکو ويلي چې ويکسين به د يو کال نه تر ۱۸ مياشتو پورې وخت واخلي چې په غټه کچه د عامو ويکسينو په څېر شي.

په رپوټ کې ویل شوي چې ۴۵ کسان تيار شوي چې دا ويکسين پرې وکارول شي خو دوی په کرونا وايرس نه دي اخته شوي او ويل شوي دا ويکسين به دغو کسانو ته کوم تاوان نه اړوي.

د رپوټ ترمخه په نړۍ کې ډېرې څيړنې روانې دي چې د کرونا وايرس د مخنیوي دپاره ويکسين جوړ کړي.

د پوهانو په وېنا د کرونا وایرس ښکاره علامتونه تبه، ټوخی او زکام دی، او هغه کسان چې عمرونه یې سېوا دي او د صحت نورې مسلې لري، دا ناروغتياګانې يې د دې وايرس سره نورې سېوا کيږي او نمونيا ورته کېدی شي.

د امریکې د جان هوپکېنز پوهنتون د شمېرو ترمخه د نړۍ ۱۴۸ هېوادونو ته خور شوي کرونا وايرس تر اوسه پورې ۶۵۱۳ کسان مړه کړي او يو لاک ۶۹ زره او ۳۸۷ کسان په دې رنځ اخته شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG