لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکرونا وائروسو له امله دپښتونخوا حکومت دبندیانو دبند موده کې د دوؤ میاشتو دبخښانې اعلان وکړو


دخیبر پښتونخوا حکومت د کرونا وائروسو له امله زندانونو کې دپرتو بندیانو د بند په موده کې د دوؤ میاشتو دبخښنې اعلان کړی خو ویلي یې دي چې د ترهګرۍ دپېښو اړوند بندیانو ته به دغه بخښانه نه کیږي.

داطلاعاتو دپاره دخیبر پښتونخوا صوبې د وزیراعلی محمود خان صلاح کار اجمل وزیر د نهې په ورځ پېښور کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې ویلي چې کرونا وائروسو د یوې وبا شکل اخستی چې له دې امله وزیراعلي محمود خان دبندیانو بند کې د دوؤ میاشتو دبخښانې امر کړی دی.

هغه ویلي چې د نورو وګړو ترڅنګ به موجوده وضعیت کې بندیانو ته هم ټولې اسانۍ ورکول کیږي اؤ حکومت دهغوئ د ژوند اؤ روغ صحت بشپړ خیال ساتي.

ښاغلي اجمل وزیر وویل د دوؤ میاشتو د بخښانې سره به ګڼ شمیر بندیانو ته له بنده د وتلو موقعه په لاس ورشي.

هغه دیوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې پرون د ګل په ورځ د پیښور په حیات اباد میډيکل کمپلیکس کې کوم ناروغه تن مړشوی هغه په کرونا نه ؤ اخته اؤ باید په ټولنیزو رسنیو دبې ځایه اوازو خورولو سره په خلکو کې له ویرې خورولو ډډه وکړل شي.

هغه وویل دکرونا وائروسو له امله دپښتونخوا حکومت د سرکاري دفترونو دتړلو په وړاندیز پیل کړی اؤ دغیر ضروري مامورینو فهرستونه یې هم راغوښتي چې له هغې وروسته به دې مامورینو ته د رخصتیو ورکولو په اړوند پرېکړه کیږي.

هغه وویل په ډيره اسماعیل خان کې تر اوسه د۱۶۵کسانو د کرونا معائنات شوي دي چې په دې کې ۱۵ؤ ناروغانو کې دکرونا وائروس معلوم شوي،د۳۳کسانو راپورونه پاک راغلي اؤ د ۱۷ؤ نورو ناروغانو دطبي راپورونو انتظار کیږي.

هغه وویل دغه ټول کسان د ډیره اسماعیل خان دڅار ملنې په مرکز کې ساتل شوي اؤ حکومت له خپله لوري هر خوا سترګې پرانستې ساتلي چې خلک ددې وائروسو نه خوندي وساتي.

د وزیراعلي صلاح کار وویل چې دیني عالمانو ته هم لارښوونه شوې چې باید د جمعې د ورځې نمونځ په دوؤ پړاوونو کې وکړي ترڅو د زیاتې ګڼې ګوڼې مخه ونیول شي.

تر دې یوه ورځ وړاندې دخیبر پښتونخوا حکومت دخیبر قبائیلي ضلعې په شاه کس سیمه کې دملیشا ځواکونو په مرکز کې د۱۵۰کټونو دیوې بیلې خونې پرانستلو پرېکړه کړې ده چې په دې خونه کې به دتورخم پولې نه بیرته راتلونکي پاکستانیان دڅارملنې په توګه ساتل کیږي.

په پاکستان کې د مطبوعاتي راپورونو ترمخه په ملک کې په کرونا وايرس د اخته شوؤ شمېره ۱۹۳ ته رسېدلې چې پکې يواځې په سند صوبه کې د کرونا وايرس اخته شوؤ شمېره ۱۵۵ ده.

په خیبر پښتونخوا صوبه کې حکومت منلې ده چې ۱۵ کسان په کرونا وائروسو اخته شوي چې دغه ۱۵ کسان ډيره اسماعیل خان سیمه کې دڅارملنې په یو کیمپ کې ساتل شوي دي.

د جمعې په ورځ د پاکستان د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د کرونا وايرس په اړه د ملي امنيت غونډه شوې او په دغه غونډه کې پرېکړه شوې چې د کرونا د مخنيوي په موخه په ټول ملک کې تر ۵م اپرېل تعليمي ادارې بندول، د ايران او افغانستان سره پولې تړل او په ملک کې دننه په غونډو راجوړولو بندېز شامل ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG