لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ای ایس پي آر:‌ شمالي‌ وزیرستان کې د عملیاتو په مهال 7 ترهګر او د افسر په ګډون 4 پوځیان وژل شوي


واشنګټن ــــ د پاکستان د پوځ‌ د مطبوعاتو وایي په شمالي‌ وزیرستان کې یې د ترهګرو په ضد د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیات کړي، چې وایي په نتیجه کې یې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستاني پوځ له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې امنیتي‌ ځواکونو یې د چارشنبې- شورو په سهار وختي د استخباراتي معلوماتو په اساس د شمالي‌ وزیرستان د دته خېل سیمې جنوب ختیځ‌ لور ته په اووه کیلومیټرۍ کې په ماما زیارت سیمه کې عملیات کړي دي.

د ای ایس پي آر خبرپاڼه وایي، کله چې امنیتي ځواکونو پر وسلوالو د برید لپاره سیمه کلابنده کړه نو هغوی ورباندې ډزې پیل کړې چې وایي بیا د دواړو غاړو تر منځ‌ جګړه ونښته.

د پاکستاني‌ پوځ د مطبوعاتو څانګه دعوه کوي چې په عملیاتو کې یې 7 ترهګر وژلي، خو وایي د زیاتو ډزو په تبادله کې د یوه افسر په ګډون د دوی 4 پوځیان هم وژل شوي‌ او یو پوځي یې ټپي شوی دی.

د پوځ‌ د مطبوعاتو اداره وایي چې تر عملیاتو وروسته یې سیمه پاکه کړې او د وسلوالو له پناه ځایه یې یوه اندازه وسله او چاودېدونکي مواد هم تر لاسه کړي دي.

ای ایس پي آر وایي‌ له وسلوالو سره په نښته کې د لاهور 26 کلن لېفیټیننټ اغا مقدس علي خان، د پنجاب د لیې 36 کلن لانس حوالدار قمر ندیم، د لیې 24 کلن سپاهي محمد قاسم او د نارووال 23 کلن سپاهي توسیف وژل شوي دي.

تر اوسه د وسلوالو کومې ډلې له پاکستاني پوځ سره د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم د امنیتي ادارو د دغو څلورو کسانو د وژل کېدو ذمه واري پر غاړه اخیستې ده.

د پاکستان پوځ په 2014م کال کې په شمالي وزیرستان کې د ترهګرو په ضد د ضرب عضب په نوم په پراخه کچه عملیات پیل کړي وو، چې له کبله یې شاوخوا لس لکه کسان له خپلو سیمو بې کوره شوي وو.

پوځ دعوه کوي چې په دغو عملیاتو کې یې د وزیرستان زیاتره سیمې له ترهګرو پاکې کړې دي خو اوس هم هلته وخت په وخت په پوځ د بریدونه راپورونه مخې ته راځي‌.

د پښتنو د حقونو لپاره کارکوونکی تحریک پښتون ژغورنې غورځنګ تور لګوي چې په شمالي وزیرستان کې یو ځل بیا ترهګر په منظمه توګه فعاله کېږي چې وایي په وروستیو کې یې په دې سیمه کې ګڼ شمېر خلک په هدفي توګه وژلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG