لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرونا وائروسو دمخنیوي په خاطر کوټه کې دسورلیو په ګاډو بندیز لګول شوی


پاکستان کې په چټکتیا سره دخوریدونکي کرونا وائروس دمخنیوي په خاطر دبلوچستان حکومت دښار دننه دچلیدونکي بسونو خدمات ځنډولي اؤ هم یې کوټه کې دسورلیو په ګاډو بندیز لګولی دی.

دغه پرېکړه د زیارت په ورځ د بلوچستان دچیف سیکرټري په مشرۍ دلوړې کچې په یوه غونډه کې شوې ده، چې پکې دکرونا وائروسو دمخنیوي په خاطر یو یو لړ نورو ګامونو پورته کولو هم غور شوی دی.

په بلوچستان ایالت کې تر اوسه دکرونا وائروسو ۴۵پېښې مخې ته راغلي دي اؤ د ویل کیږي چې دسوؤنو شکنو کسانو معائنات هم شوي چې د نتیجو په راتلو سره یې دکرونا دناروغانو شمیره کې داضافې اندېښنه شته.

په بلوچستان کې دقدرتي په مهال دمرستندویه صوبایي ادارې(پي‌ ډي‌ ایم ای) مشر عمران زرکون ډان ورځپاڼې ته ویلي چې حکومت دپاکستان اؤ ایران دپولې تفتان څخه د زائرینو خپلو صوبو ته دلیږلو پرېکړه کړې ده.

هغه ویلي” مونږ د تفتان څخه ۱۷۰۰ زائرین کوټې،پنجاب اؤ سندهـ ته روان کړي دي”

هغه وایي د ایران څخه د راتلونکو کسانو په څارملنه کې د ساتلو دپاره تفتان اؤ کوټه کې پینځه دڅارملنې مرکزونه پرانستل شوي وؤ.

عمران زرکون زیاته کړې ده چې دا مهال دایران څخه د تفتان پولې دلارې پاکستان ته را اوړیدلي ۴۱۴کسان دڅارملنې په دفتر کې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG