لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اورکزئ:په تاڼه د وسله والو برید کې دوه پولیس عسکر وژل شوي


دقبائیلي ضلعې اورکزئ‌ ایجنسۍ په ارغونجا سیمه کې وسله والو د پولیسو په یوه تاڼه برید کې کړی چې پکې دوه دپولیسو عسکر وژل شوي دي.

د اورکزو دپولیسو ضلعي مشر نثاراحمد خان خبریالانو ته ویلي پولیس اؤ دملیشې ځواکونه په تاڼه کې ناست وؤ چې وسله والو پرې په درنو وسلو سره برید وکړو اؤ وتښتېدل.

په دغه برید کې د وژل پولیسو عسکرو پیژندګلو د یحیی اؤ اختر جانان په نومونو شوې ده چې جنازې یې د زیارت په ورځ دپولیسو په ضلعي مرکز کې ادا کړل شوي دي.

هم په دغه ورځ شمالي وزیرستان کې هم دپوځ ترهګرو ترمنځ نښته شوې وه چې پکې دپوځ دیو افسر په ګډون څلور پوځيان وژل شوي وؤ اؤ پوځ دعوه کړې وه چې اووه ترهګر یې هم وژلي دي.

په پولیس تاڼه دشوي برید پړه تر دې دمه کومې ورانکارې ډلې پغاړه نه ده اخستې خو دپولیسو ضلعي مشر وایي سیمې ته یې دپولیسو اضافي ځواکونه لیږلي اؤ د لټونې عملیات روان دي ترڅو دې پېښه کې ککړ ورانکاري ونیول شي.

دخیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت په پولیسو دغسې بریدونه شوي چې پکې په سلګونو پولیس افسرانو اؤ ځلمو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG