لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د کرونا وايرس د مخنيوي دپاره پاکستان ته يو ملين ډالره مرستې ورکوي


امریکا ويلي د پاکستان د حکومت سره په همکارۍ د کرونا وايرس پرضد مبارزه کوي، او په دغه لړ کې امریکا د کرونا وايرس د مخنيوي دپاره پاکستان ته په ابتدايي توګه يو ملين ډالره مرستې ورکوي.

د سوي اسيا دپاره د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت څانګې ويلي، دغه پېسې به د امريکا د نړیوالې پرمختيا د ادارې (يو اېس اېډ) د لارې ورکولی شي.

امریکا ويلي، امریکا او پاکستان د اوږدې مودې نه د صحت په برخه کې د نړيوالو چېلنجونو په وړاندې همکاري کوي.

ادارې ويلي په امریکا کې د ناروغتياګانو د قابو کولو د ادارې (سي ډي سي) څخه د ۱۰۰ نه زيات ګرېجوېټ پاکستاني لګيا دي په پنجاب او ګلګت بلتستان کې په کرونا وايرس او وبايي ناروغو کار کوي.

په پاکستان د صحت د قامي ادارې د شمېرو ترمخه دا وخت په پاکستان کې د کرونا په وايرس اخته کسانو شمېره ۴۵۴ ته رسېدلې ده.

په دغو کسانو کې دوه په خېبرپښتونخوا او يو په سند صوبه کې مړه شوي دي.

اېن ايي اېچ وايي په کرونا وايرس وهلو کې درې کسان په سند او دوه په اسلام اباد کې صحتمند شوي هم دي.

پاکستان د کرونا وايرس د مخنيوي په لړ کې په ملکي کچه پورته کړو ګامونو کې د اپرېل د پينځمې نېټې پورې تعليمي ادارې تړلي او د دوه اوونيو دپاره يې د افغانستان او ايران سره پولې هم تړلي دي.

دغه ډول ګامونه د صوبو په کچه هم پورته کړی شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG