لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وائروس:پاکستان وایي باید دمخ په ترقۍ هیوادونو له اوږو دپورونو بار کوز کړل شي


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي د کرونا وائروسو دمقابلې دپاره دپاره باید مخ په ترقۍ هیوادونو څخه دپورونو بار ختم کړل شي.

دخالي په ورځ په ټوئټر دبهرنیو چارو وزیر لیکلي چې مخ په ترقۍ هیوادونه دخپلو لنډو تنګو وسیلو له امله ډیر په ګرانه د کرونا د ځان ژغورنې هڅې کوي .

تر دې وړاندې دپاکستان وزیراعظم عمران خان هم په نړیوالو مالیاتي ادارو غږ کړی ؤ چې د کرونا وائروسو له امله باید بې وزله هیوادونو ته خپل پورونه وبخښي.

شاه محمود قریشي لیکلي وزیراعظم عمران خان هم دمخ په ترقۍ هیوادونو څخه دپورونو د بار کمولو په ارزښت ټینګار کړی دی ترڅو دخلکو ژوند وژغورل شي هم داقتصادي ځپلتیا دمخنیوي دپاره دغه هیوادونه خپلې وسیلې ځانګړې کړل شي.

پاکستان تیر کال د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف اؤ نورو هیوادونو نه په اربونو ډالر پورونه ترلاسه کړي اؤ اوس چې دې هیواد کې دکرونا وائروس په چټکتیا سره خوریږي دهیواد لوړپوړي چارواکي غواړي چې باید نړیوالې مالیاتي ادارې ورته اخستل شوي پورونه وبخښي.

دپاکستان د ډان ورځپاڼې دشمیرو له مخې تر دې دمه په پاکستان کې د کرونا وائروسو ۶۶۶ پېښې مخې ته راغلي دي اؤ درې کسان په دې وائروسو مړه شوي هم دي.

ایشیایي ترقیاتي بینک پاکستان کې دکرونا وائروسو په چټکتیا سره دخوریدو له امله دې هیواد ته د۳۵کروړه ډالرو ورکولو اعلان کړی چې په دې کې به پینځه کروړه روپۍ په سمدستي توګه ورکوي.

ددې ترڅنګ نړیوال بانک به هم د کرونا وائروسو دمخنیوي په خاظر پاکستان ته ۱۸ کروړه اؤ ۸۰ لکه ډالر ورکوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG