لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داتوؤ نوؤ پېښو مخې ته په راتلو سره خیبرپښتونخوا کې د کرونا دناروغانو شمیره۳۱ؤ ته رسېدلې


په خیبر پښتونخوا صوبه کې د کرونا وائروسو د اتوو نوؤ پېښو مخې ته د راتلو سره په دغه صوبه کې په کرونا وائروسو د اخته ناروغانو شمیره ۳۱ ته رسېدلې ده.

داتوار په ورځ دخیبر پښتونخوا صوبې دداطلاعاتو مشاور مطبوعاتو ته په لیږلي یو بیان کې ویلي چې تراوسه خیبر پښتونخوا کې په شکمن ډول په کرونا داخته مریضانو شمیره ۱۷۰ رپورټ کړل شوې ده خو په دوئ کې ۶۳مریضان ددغه ناروغۍ څخه پاک ګرځول شوي دي.

هغه ویلي دکرونا په نوؤ شکمنو پېښو کې۱۰دمردان،۱۲دپېښور،دوه دسوات،دوه دصوابۍ، څلور دایبټ اباد،،پینځه دهریپور،دوه دکوهاټ اؤ یوه،یوه د چارسدې اؤ ډیره اسماعیل خان څخه رپورټ کړل شوي دي.

ددې نوؤ پېښو مخې ته د راتللو سره سم په ټول پاکستان کې د کرونا وائروسو دناروغانو شمیره ۶۴۵ ته رسېدلې ه چې په دې کې یوازې ۲۹۲پېښې د سندهـ صوبې څخه مخې ته راغلي دي.

همدا شان دپنجاب څخه دکرونا وائروسو ۱۲۱،بلوچستان څخه ۱۰۴،اسلام ابد څخه ۱۰، ګلګت بلتستان څخه ۱۵ اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر څخه یوه پېښه رپورټ شوې ده.

تر اوسه په پاکستان کې درې کسان د کرونا وائروسو له امله پاکستان کې مړه شوي چې هغې کې د وؤ تعلق دخیبر پښتونخو اؤ دیو تعلق دپنجاب صوبې سره ؤ.

د کرونا وايرس څخه په نړۍ کې د مړينو شمېره د ۱۱ زرو نه سېوا شوې، او دغه وايرس د نړۍ په ۱۶۶ هېوادونو کې د دوه لاکه ۷۵ زرو نه زيات خلک وهلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG