پاکستان کې په چټکتیا سره دکرونا وائروسو خوریدو له امله دخیبر پښتونخوا حکومت ټوله صوبه کې تر درېوؤ ورځو دبازارونو تړلو اؤ تر یوې اوونۍ یوې ضلعې نه بلې ضلعې ته د سورلیو دګاډو په تګ دبندیز اعلان کړی دی.
دخالي په ماښام دریلیف یا اسانتیاؤ دمحکمې له لوري خپرې کړل شوې اعلامیه کې ویل شوي چې تر درېوؤ ورځو به ټوله صوبه کې روزګار تړلی وي اؤ یوازې دکریانې،پئیو،دوایانو،بیکرۍ،سبزۍ،میوؤ دوکانونه اؤ دتیلو پمپونه به پرانستې پراته وي.
اعلامیه کې ویل شوي دیادو روزګارونو پرته به په نورو ټولو فعالیتونو بندیز وي .
حکومت دا اعلان وروسته له هغې کړی چې تیره ورځ دصوبې بیلابیلو سیمو څخه د کرونا ناروغۍ نورې اته پېښې مخې ته راغلې اؤ ددې سره صوبه کې د کرونا د ناروغانو شمیره ۳۱ؤ ته ورسیدله.
همداشان صوبایي حکومت په یوه بله اعلامیه کې ویلي چې نن د اتوار د ورځې څخه به ټوله صوبه کې دضلعو په کچه د سورلیو دګاډو په چلند بندیز پرځائ وي خو شخصي ګاډي به په دې بندیز کې نه راځي اؤ عام خلک به پخپلو ګاډو کې له یوې ضلعې بلې ضلعې ته اوښتلی شي.
په پاکستان کې د کرونا وائروسو ناروغي په چټکټیا سره دخوریدو په حال کې ده اؤ تر اوسه په ټول پاکستان کې د کرونا وائروسو دناروغانو شمیره ۶۴۵ ته رسېدلې ه چې په دې کې یوازې ۲۹۲پېښې د سندهـ صوبې څخه مخې ته راغلي دي.
همدا شان دپنجاب څخه دکرونا وائروسو ۱۲۱،بلوچستان څخه ۱۰۴،اسلام ابد څخه ۱۰، ګلګت بلتستان څخه ۱۵ اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر څخه یوه پېښه رپورټ شوې ده.
تر اوسه په پاکستان کې درې کسان د کرونا وائروسو له امله پاکستان کې مړه شوي چې هغې کې د وؤ تعلق دخیبر پښتونخو اؤ دیو تعلق دپنجاب صوبې سره ؤ.
د کرونا وايرس څخه په نړۍ کې د مړينو شمېره د ۱۱ زرو نه سېوا شوې، او دغه وايرس د نړۍ په ۱۶۶ هېوادونو کې د دوه لاکه ۷۵ زرو نه زيات خلک وهلي دي