لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشهباز شریف وطن ته په ستنېدو څارملنه کې دساتلو غوښتنه شوې


دپاکستان مسلم لیګ(نواز) مرکزي صدر اؤ‌ په قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر میا شهباز شریف لندن کې دڅلورو میاشتو له اېسارتیا وروسته د اتوار په سحر پاکستان ته رسېدلی دی.

دحکومتي ګوند تحریک انصاف مشرانو غوښتنه کړې ده چې وطن ته په راستنېدو باید شهباز شریف دکرونا وائروسو دمعلومولو په خاطر دڅار ملنې مرکز ته ولیږل شي خو دمسلم لیګ یو مهم مشر عطا‌ تارډ ویلي شهباز شریف دپاره دهغه په کور کې دڅار ملنې تابیا نیول شوې اؤ هغه به پخپل کور دننه دائسولیشن دعمل څخه تیریږي.

شهباز شریف د خپل مشر ورور اؤ دپاکستان دپخواني وزیراعظم میانوازشریف سره دهغه دعلاج په خاطر څلور میاشتې وړاندې لندن ته تللی ؤ خو اوس وطن ته په داسې حال کې راستون شوی چې پاکستان خپل هیواد ته دټولو نړیوالو الوتنو دتړلو اعلان کړی اؤ هغه د پي ایي ای په وروستۍ الوتکه کې ځان پاکستان ته رارسولی دی.

داسلام اباد په هوایي ډګر خبریالانو ته ښاغلي شهباز شریف ویلي لندن کې ځکه دومره ډیر اټاله شو چې د نوازشریف طبیعت ناسازه ؤ اؤ ډاکټر یې په رخصتۍ تللی ؤ اوس یې چې ډاکټر بیرته دندې ته را وګرځېدو نو نوازشریف هغه ته ویلي چې باید خپل هیواد ته ستون شي.

هغه وویل پاکستان اؤ ټوله نړۍ کې چې دکرونا کومه وبا راغلې ده هغه غواړي په داسې حالت کې خدمات قام ته وړاندې کړي اؤ هیله من دی چې قام به ددې سختو حالاتو مقابله په یووالي سره وکړي.

دنوازشریف مشر ورور اؤ دپاکستان پخواني وزیراعظم نوازشریف ته داحتساب عدالت لخوا دغبن په تورونو کې د اوو کاله بند سزا اورول شوې ده اؤ هغه دا مهال دعدالت لخوا په ضمانت دعلاج دپاره لندن ته پرېښودل شوی دی.

نوازشریف سره دهغه رور شهباز شریف اؤ دکورنۍ ځېنې نور غړي هم لندن ته تللي وؤ خو حکومت دهغه لور مریم نواز ته اجازه نه ده ورکړې چې لندن ته دخپل پلار دتپوس پوښتنې دپاره لاړه شي.

پاکستان ته دشهباز شریف له راستنیدو دمخه دپاکستان د سائنس اؤ ټیکنالوجۍ مرکزي وزیر فواد چوهدري د وزیراعظم عمران خان څخه پخپل یو ټوئټ کې غوښتنه کړې وه چې شهباز شریف باید دڅارملنې په مرکز کې وساتل شي .

خو دمسلم لیګ یو مهم مشر ښاغلي عطاء تارړ خبریالانو ته ویلي چې شهباز شریف به لاهور کې دخپل کور دننه دڅارملنې لاندې وي اؤ دکرونا وائروسو نه دپاکي په غرض به دائسولیشن دعمل څخه تیریږي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG