لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې په کرونا وائروسو د مړو شمیره درېوؤ ته ورسیده


په خیبر پښتونخوا کې یوه میرمنه دکرونا وائروسو له امله مړه شوې ده چې ددې سره په صوبه کې دتیرې یوې اوونۍ په مهال دکرونا له امله دمړو شوؤ کسانو شمیره درېوؤ اؤ په ټول پاکستان کې څلورو ته رسېدلې ده.

دخیبر پښتونخوا داطلاعاتو مشاور ښاغلي اجمل وزیر د اتوار په ورځ خبریالانو ته منلې چې په ډيره اسماعیل خان کې مړه شوې میرمن په کرونا وائروسو اخته وه اؤ دتفتان څخه ډيره اسماعیل خان ته راغلې وه.

تر دې دمخه په مردان اؤ پېښور کې هم دوه د کرونا ناروغان د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوي وؤ.

اجمل وزیر ویلي په خیبر پښتونخوا صوبه کې په کرونا وائروسو داخته ناروغانو شمیره ۳۱ؤ ته رسېدلې اؤ په دې کې پینځه کسان دمردان په منګاه درګۍ کې د کرونا وائروسو له امله دمړ شوي سعادت خان نومې تن خپلوان دي.

په پاکستان کې د کرونا وائروسو ناروغي په چټکټیا سره دخوریدو په حال کې ده اؤ تر اوسه په ټول پاکستان کې د کرونا وائروسو دناروغانو شمیره ۶۴۵ ته رسېدلې ه چې په دې کې یوازې ۲۹۲پېښې د سندهـ صوبې څخه مخې ته راغلي دي.

همدا شان دپنجاب څخه دکرونا وائروسو ۱۲۱،بلوچستان څخه ۱۰۴،اسلام ابد څخه ۱۰، ګلګت بلتستان څخه ۱۵ اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر څخه یوه پېښه رپورټ شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG