لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګلګت بلتستان: د کرونا وايرس د ناروغانو علاج کوونکی ډاکټر په خپله مړ شوی


د ګلګت بلتستان په مرکزي ښارکې ډاکټر اسامه رياض چې درې ورځې وړاندې د کرونا په رنځ اخته شوی ؤ د اتوار په ماښام ځايي روغتون کې مړ شوی دی.

د ګلګت بلتستان د اطلاعاتو وزير شمس مير وي او ای ډيوه ته وويل ، ډاکټر اسامه په ګلګت کې د کرونا وایرس څارملنې په يو مرکز کې خپله وظيفه تر سره کوله چرته چې د ايران تفتان څخه په لويه شميره زايرين رارسېدلي وو.

شمس مير وويل، "ډاکټراسامه د دغو ناروغانو په خدمت کې شپه او ورځ لګيا ؤ خو د خپلې سيمې د اولس دکرونا څخه بچ ساتلو په جګړه کې يې خپل ژوند وبايلو".

نوموړي زياته کړه ډاکټر اسامه به تل د قامي اتل په حېث ياد ساتل کيږي.

د ٢٨ کلن ډاکټر اسامه پلار محمد رياض ډيوه ته وويل "د هغوی دپاره دا ډير يو مشکل وخت دی خو د خپل رب نه د زغم حوصله او همت غواړي".

ډاکټر اسامه چه د ګلګت ځايي اوسيدونکې ؤ داتوار،يکشنبې په ورځ خاورو ته وسپارلی شو.

د ډاکټراسامه څو ورځې وړاندې يوه ويډيو هم په ټولنيزو رسنيو خوره شوې چې پکې نوموړی د کرونا وايرس د ناروغانو څارملنه په داسې حال کې کوي چې د يو ماسک نه علاوه بل کوم حفاظتي بل څيز نه لري.

د سيمې د ډاکټرانو د اتحاديه په حکومت نيوکې کوي، چې ډاکټرانو ته د کرونا څخه بچ کېدو حفاظتي اسانتياوې نه ورکول کيږي او ډاکټر اسامه هم د دغه ډول اسانتياؤ له نيشتوالي له امله د کرونا په رنځ اخته شو.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG