لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرونا وايرس: پاکستان کې شمېرې ۸۹۲، سند، پنجاب او خېبرپښتونخوا کې بازارونه بند


د پاکستان د صحت محکمې د شمېرو ترمخه په ملک کې د کرونا وايرس شمېرې ۸۹۲ ته رسېدلې دي، په درې صوبو کې خېبرپښتونخوا، سند او پنجاب کې خلکو ته ويل شوي په کورونو کې پاتې شي د ګرځېدو ډډه وکړي.

په سند صوبه کې د کرونا وايرس شمېرې ۳۹۹، پنجاب کې ۲۴۹، بلوچستان کې ۱۱۰، خېبرپښتونخوا کې ۳۸، ګلګت بلتستان کې ۸۸ او اسلام اباد کې دا شمېرې ۱۵ ته رسېدلې دي.

پاکستان کې تراوسه پورې د کرونا وايرس نه شپږ تنه مړه شوي دي او شپږ تنه صحتمند شوي هم دي.

د سند صوبې تړلو اعلان

په سند صوبه کې نن د نهې، سه شنبې په ورځ دوېمه ورځ ده چې صوبايي حکومت په ګرځېدو بندېز لګولی خلکو ته يې په کورونو کې د پاتې کېدو ويلي دي.

د سند صوبايي حکومت پوځ هم راغوښتی چې د صوبايي حکومت سره د کرونا وايرس د مخنيوي په لړ کې په پورته کړی شوؤ ګامونو کې مرسته وکړي.

د پاکستان تر ټولو غټ صنعتي ښار د پرون راهسې تړل شوی صوبايي حکومت ويلي د خوراکي توکيو او دوايۍ د دوکانونو نه علاوه به نور هر څه تړلي وي، خلک دې په کورونو کې پاتې شي او که څوک بهر ووځي په څه کار پسې هم، بايد د ځان سره شناختي کارډ واخلي.

د پرون راهسې د کراچۍ غټ بازارونه تړلي او په سړکو ګاډي کم تر سترګو کيږي او د موبايل انټرنېټ اېپ د لارې چلېدونکو کمپينانو هم خپل ګاډي ودرولي دي.

خو د ښار د بېلابيلو علاقو او په ځانګړي ډول د پښتنو علاقو بنارس، سهراب ګوټ، لانډي او نورو سيمو نه د ترلاسه شوؤ خبرونو ترمخه بهر په سړکونو خلک کم راووځي خو په اباديو کې دننه خلک بيا ازاد ګرځي.

د ځايي مطبوعاتو ترمخه د پرون راهسې په کراچۍ ښار کې پوليس د ۳۰۰ نه زيات کسان په دې نيولي چې ويلي يې دي دوی د بې ضرورته بهر ګرځېدل.

د ځينو علاقو نه داسې خبرونه هم ترلاسه شوي او په ټولنيزو رسنیو داسې عکسونه خپاره شوي چې پوليس خلک په ډنډو وهي، او په ځینو يې په سړک دپاسه غوږونه نيولي دي.

سند صوبه چې کرونا وايرس تر ټولو زياته ځپلې، پرون د صوبې د تعليم وزیر سعيدغني ويلي هغه د کرونا وايرس ټيسټ کړی او په هغې کې د کرونا وايرس مالوم شوی دي.

هغه يوه ويډيو په ټویټر خپره کړې او ويلي يې دي په هغه کې د کرونا وايرس کومې نخښې يا علامتونه نشته خو هغه په کور کې ځان يواځې کړی او زياته کړې يې ده د هغه سره چې په دې څو ورځو کې کوم خلک مېلاؤ شي بايد خپل ټيسټونه وکړي.

خېبرپښتونخوا

بل لور ته په خېبرپښتونخوا کې په خېبرپښتونخوا صوبه کې د اتوار د ورځې راهسې د درېو ورځو دپاره بازارونه تړل شوي او د ګل د ورځې څخه په صوبه کې د ضلعو ترمنځ د عامو ګاډو په چلند هم بندېز لګول شوی چې د صوبې د اطلاعاتو مشير اجمل وزير په وېنا تر ۲۹ مارچ به دا بندېز په ځای وي.

هغه دا هم وويل چې د ۲۹ مارچ پورې به ټولې هوټلې، ريسټورانټې بندې وي، کورونو ته به د ريسټورانټو څخه خوراکونه هم نه لېږل کيږي.

د پنجاب صوبې تړلو اعلان

د پنجاب صوبې اعلی وزيرعثمان بزدار هم پرون د ګل په ورځ اعلان کړی ، چې د کرونا وايرس د مخنيوي په لړ کې د سبا نهې، سه شنبې د ورځې نه په صوبه کې د ۱۴ ورځو دپاره بازارونه تړي، سرکاري او غېر سرکاري دفترې به تړلې وي يواځې د خوراکي توکيو دوکانونه او د دوايانو سټورونو به خلاص وي.

هغه وويل د موټر سائيکل په غبرګه سورلۍ به هم بندېز وي.

د پنجاب صوبې د تحريک انصاف حکومت دغه اعلان په داسې حال کې وکړو چې پرون د اتوار په ورځ د تحریک انصاف مرکزي حکومت وزيراعظم عمران خان ويلي ملک نه تړي.

په بلوچستان صوبه کې هم د بازارونو د بندولو او ګڼې ګوڼې جوړولو پرضد ۱۴۴ ماده لګول شوې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG