لاس رسیدونکی لینک

 
ملګرو ملتونو نړۍ کې د روانو جګړو ودرؤلو اؤ کرونا سره دمقابلې غږ کړی
تازه خبر

ملګرو ملتونو نړۍ کې د روانو جګړو ودرؤلو اؤ کرونا سره دمقابلې غږ کړی


دملګرو ملتونو عمومي سکتر انتونیو ګوئټرس په نړۍ غږ کړی چې د کرونا وائرسو د رالوتلي بهیر په مهال د جګړو مخه ونیسي اؤ خپل ټول پام د کرونا مقابلې ته وګرځوي.

پخپل یو بیان کې دملګرو ملتونو عمومي سکتر ویلي دا مهال نړۍ دکرونا د وباء سره مخ ده اؤ وخت راغلی دی چې د جنګونو څخه په تیریدو دهغه ناروغۍ مقابله وکړو چې ټولې نړۍ ته یې ګواښونه څیلمه کړي دي.

ښاغلي ګوئټرس ویلي په اوسنیو شرائطو کې انسانان دمخکې په پرتله امن ته زیاته اړتیا لري ځکه نو په ټوله نړۍ کې روانې جګړې باید ودرول شي.

هغه ویلي کرونا وائروس قومیت،نسل اؤ عقیدې ته نه ګوري بلکې دې په ټولو باندې یو رقم برید کړی دی خو له بده مرغه بیاهم په نړۍ کې وسله والې شخړې دوامداره دي.

هغه ویلي ددې شخړو له امله تر ټولو کمزوري هیوادونه تر ټولو دروند قیمت غوڅوي ځکه نو په ټولو غږ کووم چې په سمدستي توګه روان جنګونه ودروي.

د امریکې په جان هاپکینز یونیورسټۍ کې د کرونا وایرس د سرچینو مرکز وایي ټوله نړۍ کې 382,644 (3 لکه،‌ 82 زره او 644) تنه د کرونا وایرس وهلي‌ او د مړو شمېر 16586 (16 زره او 586) ته رسیدلی.

د کرونا مرض څخه بیرته دروغو شویو کسانو شمېره 101,898 (یو لک، یو زر او 898) ته رسېدلی. ده.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG