لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په کرونا وائروسو یو بل تن مړ شوی


دپاکستان په پنجاب ایالت کې د کرونا وائروسو له امله یو بل تن مړشوی چې دې سره پاکستان کې په دغه وائروسو داخته مرو شوؤ ناروغانو شمیره اوو ته رسېدلې ده.

دپنجاب د روغیتا وزیرې ډاکټرې یاسیمن راشد د نهې په ورځ په ټولنیزه رسنۍ ټوئټر لیکلي چې دلاهور په میو روغتون کې یو ۵۷کلن دکرونا وائروسو ناروغه تن مړ شوی دی.

په پنجاب کې دا وړومبی تن دی چې دکرونا وائروسو له امله مړ شوی .

تر دې وړاندې تیره اوونۍ درې کسان په خیبر پښتونخوا کې هم ددغو وائروسو له امله مړه شوي وؤ.

دحکومتي شمیرو له مخې دا مهال په ګرډ پاکستان کې د کرونا د ناروغانو شمیره ۹۰۳ؤ ته رسېدلې ده چې دې کې تر ټولو زیاتې ۳۹۴پېښې په سندهـ ایالت کې رامخې ته شوي دي.

پنجاب کې د کرونا د ناروغانو شمیره ۲۶۵،بلوچستان کې ۱۱۰،خیبر پښتونخوا کې ۳۸،اسلام اباد کې ۱۵،ګلګت بلتستان کې ۸۰ اؤ دپاکستان لاندې کشمیر کې یوه ښودل شوې ده.

دامهال دپاکستان په څلورو واړو صوبو کې دکرونا وائروسو له امله بازارونو اؤ کاروبارونه تړل شوي دي اؤ دخلکو په راټولیدنه بندیز لګول شوی دی.

ددې ترڅنګ تعلیمي‌ ادارې اؤ سرکاري اؤ نیم سرکاري دفترونه هم تړل شوي اؤ خیبر پښتونخوا صوبه کې د سورلیو په ګاډو هم بندیز لګول شوی دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG