لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ د کرونا له امله د ټولنیزې فاصلې د ختمولو اراده څرګنده کړې


واشنګټن ډي سي: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، مونږ نه غواړو چې درملنه له ستونزې خرابه وي او وویل چې دی غواړی چې د کرونا وایرس له امله د ټولنیز واټن ساتل ژر ختم شي.

هغه زیاته کړه: (زمونږ هېواد ددې لپاره نه دی جوړ شوی چې وتړل شي.)

ټرمپ په سپینه ماڼی کې د کرونا وایرس په اړه له رسنیو سره په ورځنئ غونډه کې وویل، یوه لویه ډله په دې کار کوي چې نور ګامونه به څه وي چې د نړئ په دې ځواکمن اقتصادي هېواد کې په ګرځېدو او کاروبار باندې لګېدلی بندیز یا شټ ډون پای ته ورسېږي.

ټرمپ وویل، په یوه څرګند وخت کې اړتیا ده چې هېواد بېرته پرانېستل شي او په خوځښت راشي.

هغه وویل، په هېواد کې د اکثرو کاروبارونو له بندیدو سره ښايي له کرونا وایرس څخه زیاته اقتصادي تاوان هېواد ته ورسېږي.

ټرمپ زیاته کړه له اقتصادي پراخ ناورین څخه ښايي د کرونا وایرس په پرتله زیات خلک مړه شي چې دده په وینا له کرونا څخه یواځې یو فیصد خلک مړه کېږي.

هغه وویل، (امریکایان به ژر بېرته کاروبار ته پرېښودل شي.)

ټرمپ وايي، دا به درې څلور میاشتې وخت و نه نیسي لکه ځینو چې یې اټکل کړی او ګومان کوي چې د کرونا ګواښ به ژر له منځه ولاړ نشي.

ولسمشر ټرمپ وویل، که خبره ډاکټرانو ته پاتې شي ن دوی به ټوله نړئ وتړي.

د تېرې ګل یا دوشنبې په ورځ ټرمپ د امریکا سي ډي سي ته یو ۱۵ ورځنی پلان ورکړ چې زیات خلک دې په کورونو کې پاتې کېدو ته وهڅوي.

دغه کمپاین به د مارچ په ۳۱ نېټه پای ته ورسېږي خو زیات خلک شک څرګندوی چې دا نیټه به نوره هم وغځول شي.

ټرمپ وویل، ګورنران به زیاته ازادي ولري که مونږ هر څه بېرته پرانیزو.

د سپینې ماڼی اقتصادي سلاکار لېرې کوټلو د ګل یا دوشنبې په ورځ له سي ان بي سي سره په خبرو کې ویلي و چې په سپینه ماڼی کې ځینې دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا پراخ اقتصادی بندیز به له ګټې زیات تاوان و نه رسوي؟

د فاکس نیوز په ټي وي پروګرام کې ستیفن هیلټن وپوښتل چې یوه مشهوره خبره ده چې درملنه له ناروغی څخه زیانمه ده ایا همداسې ده.

ده ته په ځواب کې وویل شول چې هو داسې ښکاري چې همدې خواته روان یو.

څو ساعته وروسته ولسمشر ټرمپ هم دا جلمه وکاروله.

خو په نارت ویسټرن پوهنتون کې د نړیوالې روغتیا د انسټیټیوټ مشر ډاکټر رابرټ مورفي امریکا غږ ته وویل، دی هیله لري چې ټولنیز واټن به د امریکا د اقتصاد له وېرې له وخته مخکې ختم نه کړای شي.

هغه وویل، چې دی ویریږي او هیله څرګندوی چط حکومت به داسې لارښونو ته پام و نه اړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG