لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کابل کې د هندوانو په درمسال وسله وال بريد شوی


د افغانستان پلازمینې کابل ښار د لمړی امنیتي حوزې اړوند د شور بازار سیمه کې یو درمسال ته ځانمرګي برید کوونکي ننوتي او ویلي کیږي چې په دې درمسال کې يې یو شمېر کسان ايسار کړي دي.

دکورنیو چارو وزارت وايي د پولیسو ځانګړو سرتیرو سیمه کلابنده کړې ده او د ځانمرګو او وسله والو برید کوونکو د له منځه وړلو لپاره یې هڅې پیل کړې دي.

چارواکي وايي د هندوانو او سیکهانو عبادت خانې ته وسله وال برید کوونکي نن د چهارشنبې په سهار ننوتي دي.

په درمسال د ځانمرګو برید کوونکو د شمېر په اړه تر اوسه افغان امنیتي چارواکو څه نه دي ویلي.

ويل کيږي بهرني ځواکونه هم د پېښې په ځای کې شتون لري.

د راپورنو له مخې وړاندې له دې چې وسله وال درمسال ته ننوځي لسګونه هندوان او سیکهان په دې عبادت خانه کې شتون درلود.

وسله والو طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي .

د مرګ ژوبلې تراوسه کره شمېره نه ده معلومه خو د پیښې ځای ته ګڼ شمیر امبولانسونه ورغلي او یو شمیر کسان یې روغتونونو ته انتقال کړي دي.

جګړه اوس هم د برید کوونکو او دافغان امنیتي ځواکونو ترمنځ روانه ده.

XS
SM
MD
LG