لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکرونا اقتصادي ضربه: پاکستاني روپۍ خپل ارزښت نور هم وبائیللو


نړۍ کې په بېړه سره دخوریدونکو کرونا وائروسو له امله دنړیوال معیشت ځپل کیدو ترڅنګ دپاکستان اقتصاد ته هم سخته ضربه رسېدلې اؤ د چهارشنبې په ورځ دیو امریکایي ډالر په مقابله کې د پاکستاني روپۍ ارزښت درې روپۍ نور هم غورځېدلی دی.

پاکستان کې کاروباري سرچینې وایي دچهارشنبې په ورځ دبانکونو دننه یو امریکایي ډالر په ۱۶۲ روپۍ پلورل شوی چې تر دې دمخه یې نرخ ۱۵۹روپۍ ؤ.

د روانې میاشتې په پیل کې دپاکستاني بانکونو دننه یو امریکایي ډالر په ۱۵۶پاکستاني روپیو پلور کیدلو.

همدا شان پاکستان مطبوعات وایي چې د ونډو په بازار کې هم د چهارشنبې په ورځ سخته کمي لیدل شوې ده اؤ تر څه وخته خو په پاکستان اسټاک ایکسپنجنج کې کاروبار په ټپه ودریدلی ؤ.

نن په ۱۰۰ؤ انډیکس کې د۱۲۷۰پوانټونو کموت ریکارډ کړل شوی دی .

پاکستان کې د کرونا د ناروغانو شمیره تر ۱۰۰۰ؤ اوښتې ده چې له دې امله په دغه هیواد کې ټول کاروبارونه تړل شوي دي اؤ حکومت تیره ورځ د کرونا د ناوړه اغیز نه د ولس ژغورنې دپاره دبیلابیلو اسانیو ورکولو اعلان کړی ؤ

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG