لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې دملیشا ځواکونو عسکر په کرونا وائروسو اخته شوی


په قبایلي ضلعه جنوبی وزیرستان کې د ملیشاء ځواک یو عسکر کې کرونا وائرس معلوم شوي چې تر هغې وروسته په دغه سیمه کې د کرونا وائرسو خوریدو په ضد چټک ګامونه پورته کړل شوي.

د جنوبي وزیرستان واڼه سب ډویژن مرستیال کمشنر یا ای سی امیر نواز پخلی کړی چې د کرک سره تړاؤ لرونکي د ملیشا ځواک یو عسکر کې کرونا وائرس معلوم شوي دي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي په کرونا وائروسو اخته عسکر څلور ورځې وړاندې د رخصت وروسته بیرته دخپلې دندې دپاره واڼه ته راتلو او د واڼه سرحدي عسکرو دقلعه په چیک پوسټ په هغه شک شوی ؤ چې ګنې کرونا وائروس ورته لګیدلي دي.

هغه وویل دغه عسکر روغتون ته لیږل شوی ؤ اؤ دغلته یې د معائنې نه وروسته ټیسټ مثبت راغلی دی.

تیره ورځ د خیبر پختونخواه حکومت هم ویلی وؤ په ړومبی ځل جنوبی وزیرستان کې د کرونا پېښه مخې ته راغلې خو نور تفصیل یې نه ؤ په ډاګه کړی .

صوبایي حکومت ویلي وؤ په هغه 141 زائرینو کې هم 37 کسانو کې کرونا وائرس معلوم شوې چې د تفتان د لارې ایران نه ډیره اسماعیل خان ته راوستل شوي دي

.دغه زائرن د ډیره اسماعیل خان په ګومل میډیکل کالج کې ساتل کیږي.

امیر نواز وویل د جنوبي وزیرستان یو بل تن څارملنه کې ساتل کیږی او د هغه نمونې ټیسټ ته لیږل شوې دي.

د هغه په خبره دغه تن د جنوبی وزیرستان داعظم ورسک کږه پنګه سیمې اوسیدونکی دی په قبیله سلیمان خیل دی او څلور ورځې وړاندې د ایران څخه راغلی ؤ .

امیر نواز وايي اعظم ورسک سیمه کې سخت ګامونه پورته کړی شوي او انتظامیې د کرونا وائرس د مخینوي په خاطر د زهرژنې سپری وهلو عمل پیل کړی.

هغه وویل په ټوله ضلعه کې د کرونا وائرس د خوریدو په موخه ګامونه چټک کړل شوي او ملیشا ځواک په ځائې کړی شوی دی چې کرونا وائروسو څخه د ژغورنې په خاطر خلک په کورونو کې دننه بند وساتي.

دې نه وړاندې د جنوبی وزیرستان انتظامیه وی او اې ډیوه ته ویلی وؤ په جنوبی وزیرستان کې په پینځوؤ ځایونو کې دڅارملنې مرکزونه جوړ کړل شوي دي.

په عین حال کې دخیبر پښتونخوا دکرک سیمې انتظامیه وایي په سیمه کې دکرونا وائروسو د نوې پېښې مخې ته راتلو سره سم یې د بسونو اډې تر څنګ د بانډه داود شاه تحصیل احمد بانډه سیمې 80 کورونه په مکمل توګه تړلي دي او د پوځ او پولیس سرتیرو په څارنه کې یې طبی او حفاظتی ډلې دغه ځائ ته روانې کړې دی.

د دوئ په خبره د ګاډو په اډه کې یې زهرژنه سپری کړې او چې په کومو ګاډو کې دې عسکر سفر کړی د هاغو ګاډو معلومولو هڅه روانه ده.

د کرک انتظامیه چارواکی وایي دې نه وړاندې د برطانیه نه راغلي یو تن کې کرونا وائرس معلوم شوي او تر هغې وروسته امبیری چوک ته نزدې جهانګیري کلی کې 14 کورونه بند کړل شوی او د217 شکمنو کسانو نمونې ټیسټونو ته لیږل شوي دي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG