لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وايرس: د پېښور ډاکټران وايي د کرونا وايرس ناروغانو دپاره ورسره وينټېلټرې ډېرې کمې دي


د پېښور ډاکټران وايي چې په خېبر پښتونخوا کې د کرونا وايرس دا وخت په کوم حساب سره خورېږي نو د صوبې په روغتونو کې موجود چې څومره وينټيلېټرې يا د ساه ورکولو مشينان دي هغه د کرونا په وايرس اخته کېدونکي کسانو دپاره پوره نه دي.

ډاکټران وايي حکومت بايد په هسپتالونوکې د نورو وينټيلېټرو په ځای کولو دپاره زر تر زره اقدامات وکړي.

د پېښور لېډي ريډنګ هسپتال د کارډيالوجي څانګې ډاکټر رضوان وي او اې ډيوه ته وويل چې د ګاونډي هېواد چين لخوا جاري شوؤ شمېرو ته که و کتلی شي نو هلته ۵ فيصده خلک د کرونا وايرس له امله په وينټېلټرو اچولی شوي وو، او په پاکستان کې دغه اسانتياوې ډېرې کمې دي.

" چې ۱۰۰کسانو ته کرونا شوي وي نو په دې کې پينځه کسانو ته د وينټيلېټر ضرورت راتلی شي، دا هغه خلک وي چې دوي زيات ناروغه شي او دوي خپل ساه هغه نظام چې کوم دی هغه خراب شي يعنې د دوي پړپوسان چې ورته مونږ پښتو کې وايو هغه خراب شي او که مونږ شمېرې وګورو نو زمونږ څلور پينځه کسان په وينټيلېټر اچول شوي دي".

نوموړي زياته کړه چې دا وخت د صوبې په ټولو روغتونونو کې د ۱۵۰ نه واخله تر ۲۰۰ پورې په فعال حالت کې وينټيلېترې موجودې دي کوم چې په موجوده حالاتو کې د اېمرجنسي يا بېړني حالاتو د پاره پوره نه دي.

" خدای مه کړه کومه شرح چې دلته روانه ده او په کومو حالاتو کې دا وايرس دلته خورېږي نو مونږه ته که په هره ضلع کې د ۵۰ تنان سخت (سيريئس) شي نومونږ ته به په ټوله صوبه کې د يو زر نه واخله د ۱۲۰۰ يا ۱۲۵۰ پورې مونږ ته د وينټيلېټرز ضرورت په يو وخت ته راتلی شي".

ډاکټر رضوان دا هم وويل چې مونږه د وړومبۍ ورځې نه دا غوښتنه کوو چې دا کمی دې پوره کړی شي چې مونږ د خلکو ژوند بچ کړی شو.

د خېبر پښتونخوا د صحت د محکمې سېکټري محمد يحي اخونزاده په وروستيو کې يوې خبري غونډې ته ويلي ؤ چې د کرونا وايرس خورېدو له امله صوبايي حکومت د روغتونونو د پاره د نورو وينټېلټيرز اخيستو منصوبه بندي کړې ده.

"دا وخت مونږه د ۱۰۰ نه ۱۲۵ پورې وينټيلېټرز اخيستو پلان لرو، مونږ سره په سرکاري او شخصي هسپتالونو کې ۵۰۰ پورې وينټيلېترز موجود دي، د ۱۰۰ نه زياتو مونږه ارډر ورکړی دی، کومې ضلعې چې حساسه (هايي رسک) دي لکه ډي ايئ خان هلته مونږ د هغه ضلعو نه وينټيلېټرز وړلي دي چرته چې خطره کمه ده".

د روغتونونو د شمېرو ترمخه دا وخت د پېښور په ايل ار ايچ هسپتال کې ۴۸، خېبر ټيچنګ هسپتال کي ۵۸ او حيات اباد مېډيکل کمپلکس کې ۴۰ ونټيلېټرې دي.

د صوبايي حکومت د شمېرو ترمخه په ټوله صوبه کې تر دې دمه ۱۲۱ کسان د کرونا په وايرس اخته شوي دي او درې تنه د دغې رنز نه مړه شوې دي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG