لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخیبر پښتونخوا حکومت وایي صوبه کې دکرونا د شکمنو ناروغانو شمیره ۶۹۴ ته رسېدلې ده


دخیبر پښتونخوا دوزیراعلی داطلاعاتو مشاور اجمل وزیر وایي په صوبه کې د کرونا د شکمنو ناروغانو شمیره ۶۹۴ته رسېدلې ده اؤ ۱۲۱ کسانو کې د کرونا وائروسو دموجودیت پخلی شوی دی.

د زیارت په ورځ خبریالانو ته د احوال ورکولو په مهال ښاغلي اجمل وزیر ویلي دمردان منګاه درګۍ سیمه کې د۴۳کسانو د کرونا ټسټونه اخستل شوي وؤ چې هغې کې د ۳۹کسانو نتیجې مثبت راغلي دي اؤ ددې ترڅنګ په ډي ایي خان کې د څارملنې مرکز کې هم دوه کسان په کرونا وائروسو اخته شوي دي.

ښاغلي وزیر زیاته کړې ده چې په صوابۍ اؤ سوات کې هم یو،یو تن په کرونا وائروسو اخته موندل شوی

هغه وویل د۳۱۷کسانو معائنات را روان دي چې دهغې څخه به معلومه شي چې ایا دغو کسانو ته کرونا وائروس لګیدلي دي که نا؟

بل خوا دخیبر پښتونخوا دصحت دمحکمې چارواکو منلې چې په منګاه کې د کرونا وائروسو له امله دمړشوي سعادت خان نومې تن سره عمرې دپاره سعودي عرب ته کوم دوه تنه تللي اؤ په کرونا وائروسو اخته شوي وؤ هغوئ له درملنې وروسته روغ شوي اؤ دمردان میډيکل کمپلیکس څخه خپلو کورونو ته رخصت کړل شوي دي.

تر دې مهاله په خیبر پښتونخوا کې د کرونا وائروسو له امله درې کسان مړه شوي خو په ټول پاکستان کې بیا ددې مړینو شمیره اتوؤ ته رسېدلې ده.

پاکستان کې تر اوسه ۱۱۸کسان د کرونا په ناروغۍ اخته شوي چې په دې کې تر ټولو زیاتې پېښې ۴۲۱ دسندهـ ایالت څخه ریکارډ کړل شوي .

همدا شان په پنجاب کې ۳۳۵،بلوچستان کې ۱۳۱،اسلام اباد کې ۲۵،ګلګت بلتستان کې ۸۴ اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې د کرونا وائروسو یوه پېښه مخې ته راغلې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG