لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

تر شاهزاده چارلس وروسته د برتانیې وزیراعظم بوریس جانسن هم په کرونا وایرس اخته شو


واشنګټن ــــ د برتانیې تر شهزاده چارلس وروسته نن د دې هېواد وزیراعظم بوریس جانسن هم په کرونا وایرس اخته شوی دی.

ښاغلي جانسن ویلي په تېرو څلرویشت ګنټو کې یې د کرونا وایرس نخښې څه نه څه زیاتې شوې وې او د ټوخي تر څنګ یې تبه هم وه،‌ وایي کله چې یې د خپل ډاکټر په مشوره ټیسټ وکړ نو نتیجه یې مثبته راغله.

وزیراعظم جانسن وایي "ما اوس پخپله له خلکو ځان په کور کې ګوښه ساتلی، خو د ویډیو کانفرنس له لارې به د کرونا وایرس په ضد حکومتي چارې سمبالوم".

دوې ورځې وړاندې د برتانیې د ملکې الیزابیت زوی 71 کلن شهزاد چارلس ته هم کرونا وایرس ور پورې شوی خو د برتانیې شاهي کورنۍ وایي د هغه روغتیایي حالت ښه دی او په سکاټلېنډ کې یې ځان پخپل کور کې له خلکو بېل ساتلی.

د برتانیې وزیراعظم پر خپل ټویټر په خپره کړې ویډیو کې ویلي، چې که له کرونا وایرسه د ژغورنې پر احتیاطي تدابیرو بشپړ عمل وشي نو هېواد به یې ډېر ژر له دې ناروغۍ را ووځي. نوموړي د دې نړیوالې وبا په ضد د خپل هېواد ټول کارکوونکي ستایلي:

"د برتانیې د روغتیا له مرکزي‌ ادارې (این ایچ ایس)، پولیسو، د ټولنیزو چارو له فعالانو، استادانو، د ډي ډبلیو پي [د کار او پینشن ادارې] له کارکوونکو او د برتانیې له ټولو هغو 6 لکه کسانو چې په رضاکارانه توګه د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره کار کوي له ټولو مننه کوم".

په برتانیا کې تر دې مهاله له کرونا وایرسه د اغېزمنو کسانو شمېر 11,816 ته رسېدلی او د مړیو شمېر یې 578 ته رسېدلی او تر اوسه یواځې 135 تنه ترې روغ شوي‌ دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG