لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې دکرونا د ناروغانو شمیره ۱۵۱۳ ته رسېدلې،تراوسه ۱۲ کسان مړه شوي


دپاکستان حکومتي چارواکي اؤ مطبوعات وایي چې په دغه هیواد کې د کرونا د ناروغانو په شمیره کې د اضافې لړۍ نوره هم چټک شوې اؤ تر دې مهاله ۱۵۱۳ کسان په کرونا وائروسو اخته شوي .

دهیواد په بیلابیلو برخو کې په کرونا وائروسو د مړو شوؤ کسانو شمیره ۱۲ؤ ته رسېدلې ده اؤ دحکومتي چارواکو وینا ده چې په زرګونو کسان داسې هم شته چې په هغوئ شک کیږي د کرونا وائروس ورته لګیدلي دي.

تر دې مهاله د حکومتي چارواکو له خولې په مطبوعاتو کې د رابرڅیره شوؤ شمیرو له مخې پنجاب ایالت تر ټولو زیات کرونا وائروسو ځپلی دی اؤ دغلته د کرونا د ناروغانو شمیره ۵۵۷ته رسېدلې ده.

همدا شان په سندهـ ایالت کې په کرونا وائروسو داخته کسانو شمیره ۴۶۹ښودل شوې اؤ په خیبر پښتونخوا کې بیا دا شمیره ۱۸۸ ښودل شوې ده.

په بلوچستان کې دکرونا ۱۳۸،اسلام اباد کې ۴۳،ګلګت بلتستان کې ۱۱۶ اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې د کرونا وائروسو دوه پېښې ثبت کړل شوي دي.

همدا شان د هیواد بیلابیلو برخو کې ددې وائروسو له امله ۱۲ کسان مړه شوي چې هغې کې د څلورو تړاؤ دخیبر پښتونخوا سره ښودل شوی اؤ ۲۸بیا ددې ناروغۍ څخه روغ شوي دي.

کرونا وائروسو تر ټولو زیات زیان اټلي ،اسپین،ایرن اؤ چین ته اړولی اؤ دا مهال امریکا کې دغه وائروس په چټکتیا سره دخوریدو په حال کې دي.

په امریکا کې د کرونا د ناروغانو شمیره یو لک ،څلیریشت زره اؤ ۶۶۵ ته رسېدلې ده اؤ د دوؤ زرو نه زیات کسان تر اوسه دغلته په دې وائروسو مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG