لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په کرونا وائروسو اخته دوه نور ناروغان مړه شوي دي


دپاکستان دسندهـ ایالت په سر ښار کراچۍ کې د کرونا وائروسو له امله دوه تنه نور مړه شوي چې ددې سره پاکستان کې د کرونا د مړو شوؤ ناروغانو شمیره ۱۴ؤ ته رسېدلې ده.

داتوار په ورځ دسندهـ د روغتیا محکمې منلې چې په کراچۍ کې د ۸۳ اؤ ۷۰ کالو په عمرونو دوه کسان مړه شوي چې هغوئ په کرونا وائروسو اخته وؤ.

دپاکستان حکومتي چارواکي اؤ مطبوعات وایي چې په دغه هیواد کې د کرونا د ناروغانو په شمیره کې د اضافې لړۍ نوره هم چټک شوې اؤ تر دې مهاله ۱۵۲۶ کسان په کرونا وائروسو اخته شوي .

دحکومتي چارواکو وینا ده چې په زرګونو کسان داسې هم شته چې په هغوئ شک کیږي د کرونا وائروس ورته لګیدلي دي.

تر دې مهاله د حکومتي چارواکو له خولې په مطبوعاتو کې د رابرڅیره شوؤ شمیرو له مخې پنجاب ایالت تر ټولو زیات کرونا وائروسو ځپلی دی اؤ دغلته د کرونا د ناروغانو شمیره ۵۷۰ ته رسېدلې ده.

همدا شان په سندهـ ایالت کې په کرونا وائروسو داخته کسانو شمیره ۴۶۹ښودل شوې اؤ په خیبر پښتونخوا کې بیا دا شمیره ۱۸۸ ښودل شوې ده.

په بلوچستان کې دکرونا ۱۳۸،اسلام اباد کې ۴۳،ګلګت بلتستان کې ۱۱۶ اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې د کرونا وائروسو دوه پېښې ثبت کړل شوي دي.

همدا شان د هیواد بیلابیلو برخو کې ددې وائروسو له امله ۱۴ کسان مړه شوي چې هغې کې د څلورو تړاؤ دخیبر پښتونخوا سره ښودل شوی اؤ ۲۸بیا ددې ناروغۍ څخه روغ شوي دي.

کرونا وائروسو تر ټولو زیات زیان اټلي ،اسپین،ایرن اؤ چین ته اړولی اؤ دا مهال امریکا کې دغه وائروس په چټکتیا سره دخوریدو په حال کې دي.

په امریکا کې د کرونا د ناروغانو شمیره یو لک ،څلیریشت زره اؤ ۶۶۵ ته رسېدلې ده اؤ د دوؤ زرو نه زیات کسان تر اوسه دغلته په دې وائروسو مړه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG