لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملګري ملتونه وایي کرونا وایرس به د پاکستان په ګډون د غریبو هېوادونو اقتصاد زیات وځپي


واشنګټن ــــ په نړۍ کې د کرونا وایرس له کبله اقتصادي بحران ته په کتو سره ملګرو ملتونو د پاکستان او افغانستان په ګډون د نړۍ د ټولو پرمختلونکو هېوادونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې وایي‌ له دې ناروغۍ سره په مبارزه کې به یې اقتصاد نور هم وځپل شي او له دوی سره یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د تجارت او پرمختیا ادارې (یو این سي‌ ټي اې ډي) د ګل- دوشنبې په ورځ پخپل تازه رپوټ‌ کې ویلي، چې د نړۍ ۱۷۰ هغه هېوادونه چې د پرمختګ په حال کې دي، سږ کال د کرونا وایرس له کبله له اقتصادي بحران سره د مخ کېدو په خاطر ۲.۵ ټریلینه (کربه) ډالرو مرستې ته اړتیا لري.

ملګري ملتونه وایي، کوم هېوادونه چې له مخکې لا له اقتصادي ستونځو سره مخ دي، اقتصاد به یې نور په شدیده توګه وځپل شي، د شیانو د بیو د کمېدو له کبله به یې بهر ته برآمدات (صادرات) ختم شي او د کرنسیو ارزښت به یې نور هم را ولوېږي.

په دې رپوټ‌ کې چې "پرمختلونکو هېوادونو ته د کوویډ-19 صدمه" نومېږي، د نړۍ د شتمنو هېوادونو له سازمان جي-۲۰ څخه د غریبو هېوادونو د قرضو ختمولو لپاره له ۱ تر ۲ ټریلینه ډالرو مالي پېکیج او د بیړنیو روغتیایي چارو لپاره د ۵۰۰ میلینه ډالرو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو دا رپوټ په داسې وخت کې خپور شوی چې د مارچ پر ۲۷مه د نړۍ د شتمنو هېوادونو سازمان جي- ۲۰ د کرونا وایرس د مخنیوي په مقصد یو بیړنی ویډیویي کانفرنس کړی وو، چې پکې یې د نړۍ د کمزوره کېدونکي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د ۵ کربه مرستې اعلان کړی وو.

د ملګرو ملتونو د تجارت او پرمختیا په څانګه کې د ګلوبلایزېشن او پرمختیایي پالیسیو مشر ریچرډ کوزل رایټ‌ وایي "د پاکستان او ارجنټینا په ګډون د افریقې سب سهاران هېوادونه به په دغو هېوادونو کې شامل وي چې له شدید اقتصادي بحران سره به مخ شي".

ښاغلی کوزل رایټ‌ وایي، د کرونا وایرس له کبله زیاتېدونکې قرضې، د شیانو په بیو کې کموالی او غټ روغتیایي بحرانونه به دغه پرمختلونکي هېوادونو سږ او راتلونکی کال له ۲ تر ۳ ټریلینه ډالره مالي خسارې سره مخ کړي. ریچرډ کوزل رایټ وایي:

"نړیوالې ادارې باید دا ډول اقتصادي وړاندیزونه ډېر سنجیده وګڼي ځکه چې مخکې له مخکې د خرابېدونکي اقتصادي حالت د تباهۍ د مخنیوي یواځینۍ لاره همدا ده".

د ملګرو ملتونو د تجارت او پرمختیا د څانګې دغه مشر وایي،‌ که د نړۍ د ۲۰ شتمنو اقتصادي سازمان پر خپله ژمنه و درېږي او د کرونا وایرس له کبله د نړۍ کمزوری کېدونکی اقتصاد بیرته په پښو و دروي، نو دا به له دغو شتمنو هېوادونو بهر د نړۍ له شپږ اربه کسانو سره مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتیریش هم د مارچ پر ۲۵مه له غریبو هېوادونو سره د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره د ۲ اربه ډالرو بشري مرستې اعلان کړی وو، چې پاکستان پکې شامل نه وو. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي پرون د پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د څانګې له مشر جولین فریډریک سره لیدلي او وایي چې هغه ورڅخه له پاکستان سره د مرستو پروپوزل غوښتی دی.

بل لور ته د برتانیې خیریه ادارې آکسفام په سمدستي توګه د ۱۶۰ اربه ډالرو غوښتنه کړې چې وایي په دې سره به د غریبو هېوادونو قرضې ختمې شي او د کرونا وایرس له کبله د ممکنه میلینونو خلکو د مړینې مخه ونیول شي او له نړیوال روغتیایي نظام سره مرسته وشي.

د لندن آکسفام خیریه ادارې د دې لپاره د پینځو مادو یو پلان جوړ کړی چې وایي دا پیسې دي په غریبو هېوادونو کې د ۱۰ میلینه نویو روغتیايي کارکوونکو پر ګومارلو، وړیا (مفت) روغتیایي بیمې، د حکومت په واک کې د شخصي روغتونونو د ورکولو، د وېکسینو پر تیارۍ او علاج ولګول شي چې د کرونا وایرس د خپرېدو مخه ونیول شي.

د لندن څېړنیز امپېریل کالج د اندازې له مخې که د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره په بیړنۍ توګه او په ډېرې لېوالتیا سره تاریخي ګامونه وا نه خیستل شول، نو وایي کېدای شي تر دویمې نړیوالې جګړې زیات تاوان پېښ شي او په راتلونکي کال کې له دې ناروغۍ ۴۰ میلینه خلک مړه شي.

XS
SM
MD
LG