لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان حکومت وایي دهیواد دننه بې ځایه شوؤ اؤ‌ افغان کډوالو ته به هم مرستې ورکوي


دپاکستان حکومت پرېکړه کړې ده چې دهیواد دننه بې کوره شوؤ کډوالو اؤ افغان کډوالو ته به هم د کرونا وائروسو څخه د ځپل کیدو له امله مرستې ورکوي.

دپاکستان دسرحدونو دچارو وزیرمملکت شهریار اپریدي خبریالانو ته ویلي بې کوره شوؤ خلکو دامن په خاطر خپل کورونه پرېښودي دي اؤ‌ په دې سخته ګړۍ کې به حکومت هغوئ یوازې نه پریږدي.

هغه ویلي وزیراعظم عمران خان دستونزو سره دمخ کورنیو دپاره داحساس پروګرام لاندې ۲۰۰اربه روپۍ بیلې کړي دي اؤ دغه پیسې به هر هغه بې کوره کډوال ته ورکولی شي چې چاره یې نه کیږي.

هغه ویلي حکومتي ډلې به ټولو هاغو سیمو ته ځانونه رسوي چرته چې کډوال موجود دي اؤ هغوئ ته به مرستې ورکول کیږي.

شهریار اپریدي ویلي په خیبر پښتونخوا،سندهـ اؤ بلوچستان ایالت کې به هغه دافغان کډوالو کیمپونو ته پخپله ورځي اؤ حکومت هغوئ سره هم د مرستې دپاره ګامونه اخلي.

دملګرو ملتونو دکډوالو د ادارې یو این ایچ سي ار د شمیرو له مخې په پاکستان کې دا مهال په راجسټرډ توګه ۱۴لکه افغان کډوال میشت دي خو ددې ترڅنګ داسې په لکونو نور کډوال هم دلته استوګنه لري چې هغوئ داستوګنې دپاره هیڅ اسناد نه لري.

دپاکستان وزیراعظمم عمران خان هم د تیرې میاشتې په وروستیو کې پخپل یو ټوئټ کې ویلي وؤ‌ دکرونا وائروسو د وبا باوجود پاکستان دخپلو افغان ورونو اؤ خویندو مرستې ته ژمن دی.

ددې تر څنګ روانه اوونۍ په پاکستان کې دافغانستان سفارتخانې هم په ټولنیزه رسنۍ ټوئټر پاکستان کې میشت افغان کډوالو څخه غوښتنه کړې وه چې که هغوئ د کرونا وائروسو له امله پاکستان کې کومو مرستو ته اړتیا لري نو باید اسلام اباد کې افغان سفارتخانې سره تماس ونیسي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG