لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خیبر پښتونخوا:جوماتونو کې په غټو جمعو اؤ اجتماعاتو بندیز ولګول شو


دخیبر پښتونخو احکومت جوماتونو کې په کېدونکو اجتماعاتو دبندیز امر جاري کړی خو ویلي یې دي چې دټولنیزو فاصلو یا واټن پځائ ساتلو دپاره به پینځوو یا ددې نه لږو کسانو ته جوماتونو کې په جمع دنمونځ کولو اجازت وي.

دچهارشبنې په ورځ دپاکستان ډان ورځپانې لیکلي چې په صوبه کې دافتونو په مهال حکومتي ادارې اؤ‌ داباد کارۍ صوبایي محکمې پخپله یوه اعلامیه کې ویلي چې د کرونا وائروسو دخورې شوې وبا له امله ددیني عالمانو اؤ‌ پوهانو څخه رایې غوښتل شوې وې اؤ هغوئ په ګډ ډول فتوا جاري کړې که د روغتیایي لاملونو په سوب حکومت ضروري ګڼي نو جوماتونو کې په باجماعت ډول د نمونځ ګزارو شمیره کمولی شي.

اعلامیه کې ویل شوي چې صوبایي حکومت ته طب پوهانو وړاندیزونه ورکړي دي ځکه نو وړاندې څخه د اعلان کړل شوي بیړني وضعیت په اساس به یو جومات کې یوازې دامام، مودن اؤ خادم په ګډون پینځه یا له دې لږ کسان نمونځ کولی شي.

اعلامیه زیاتوي چې له دې پرته به نور خلک په کورونو دننه نمونځ کوي اؤ دا امر به سم د واره تر هغه وخته پځائ ګڼل کیږي تر څو چې حکومت په دې اړوند بل امر نه وي کړی.

تر دې دمخه تیره اوونۍ دسندهـ اؤ بلوچستان حکومتونو هم جوماتونو کې په اجتماعاتو بندیز لګولی ؤ .

د سرکاري شمېرو ترمخه په ۲۴ ساعتونو کې په پاکستان کې په نورو ۱۰۵ کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي چې ورسره په ملک کې دا شمېرې ۲۰۳۹ ته ورسېدې.

تراوسه پورې په ملک کې ۲۶ کسان د کرونا وايرس نه مړه شوي دي.

دا وخت په پنجاب صوبه کې ۷۰۸، سيند کې ۶۷۶، خېبرپښتونخوا کې ۲۵۳، بلوچستان کې ۱۵۸، ګلګت بلتستان کې ۱۸۴، اسلام اباد کې ۵۴ او ازاد کشمير کې دا وخت په کرونا وايرس اخته کسانو شمېر شپږ دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG