دملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرم (یواین ډي پي) وایي نړۍ کې دکرونا وائروسو په بېړې سره دخوریدو له امله دپرمختیایي هیوادونو په امدن کې د۲۲۰میلیونو ډالرو نه د زیان اندېښنې شته .
دپرمختیایي پروګرام لخوا یو بیان کې ویل شوي چې د کرونا وائروسو له امله د رامنځته شوي بحران څخه پرمختیایي هیوادونو ته نه یوازې د روغتیایي بحران ګواښونه ورپېښیدی شي بلکې په راتلونکو میاشتو اؤ کلونو کې ددغه هیوادونه د ټولنیزو اؤ معاشي کرکیچونو سره هم مخ کیدی شي.
په چین کې پیدا شوی کرونا وایرس لا هم په ډېره تېزۍ سره په ټوله نړۍ کې خپرېږي او تر دې مهاله تر اته لاکه اودوه شپیته زرو زیات کسان ترې اغېزمن شوي او تر 42 زره کسان مړه شوي دي، خو نږدې یو لک او اویا زره کسان ترې بیرته روغ شوي هم دي .
د ملګرو ملتونو دپرمختیایي پروګرام په بیان کې ویل شوي چې دېوې اندازې له مخې دا مهال ۵۵فیصده نړیواله ابادي ټولنیز تحفظ ته لاس رسی نه لري اؤ دا زیان به یو ځل بیا ټولو ټولنو ته په خوریدو سره تعلیم اؤ انساني حقونه زیانمن کړي چې له دې امله داساسي خوراکي توکو اؤ سامانونو دکموت ستونزه رامنځته کیدای شي.
بیان کې ویل شوي چې په کومو روغتونونو کې روغتیایي اسانۍ لږې دي اؤ چرته چې دصحت ناقص انتظامات دي هلته دا وضعیت دخلکو ژوند په احتمالي ډول ځپلی شي.
دغه بیان کې راغلي چې مخ په ترقۍ هیوادونو کې لږ تر لږه ۷۵فیصده وګړي د صابون اؤ اوبو اسانۍ نه لري.
دملګرو ملتونو دپرمختیایي پروګرام مشر اچیم اسټینر وایي دا وبایي ناروغي د روغتیا بحران دی خو یوازې روغتیایي بحران هم نه دی بلکې دا وباي مرض به خپلې ژورې رېښې پریږدي.
د کرونا وائروسو له امله دا مهال د نړۍ یو په شمیر پرمختللو اؤ پرمختیایي هیوادونو کې د ژوند ټولې چارې په ټپه ولاړې دي اؤ روزګارونه تړل شوي دي.