لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

م م: کرونا له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو ستر نړیوال بحران دی


واشنګټن ډي سي: د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتېریش وايي، د کرونا وایرس وبا تر دوهمې نړیوالې جګړې راوروسته په نړی کې تر ټولو ستر بحران دی.

"له یوه اړخه خو دا یو ناروغي ده چې په نړی کې هر چاته یو ګواښ دی او له بل لوري یې اقتصادي اغیزې اقتصادی رکود یا ریسیشن راولي چې دا دواړه یوځای په یو وخت کې په تېرو وختونو کې هېڅ مثال نه لری."

ښاغلي کوتېریش دغه څرګندونې د یو ویډیويي کانفرانس له لیارې د نهې یا سې شنې د ورځې ناوخته وکړې.

هغه د نړی په بډایه هېوادونو غږ وکړ چې له غیریبو هېوادونو سره دې د وایرس د مخنیوي په برخه کې مرسته وکړي.‌

هغه وویل، د امریکا په څېر د نړی پرمختللي هېوادونه له وایرس سره د چلند په برخه کې له سختو اندېښنو سره مخ دي.

هغه ګواښ وکړ که مخ پر ودې نړی کې دغه وایرس له پامه وغورځول شي نو دا کولای شي په چټکی سره بېرته په نړی کې خپور شي.‌

د روغتیا د نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او مشر انټونیو ګوتېریش د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، چې دی په امریکا کې په چټکی سره د کرونا په پېښو کې د زیاتوالی او په نړی کې ددغه وایرس د خپرېدو له امله په ژوره توګه خواشینی دی.‌

هغه ویلي، وروستیو شمېرو ته په کتلو سره داسې ښکاري چې په نړی کې به په کرونا د اخته کسانو شمېر ډېر ژر له یو میلیون او پرې مړه کسان له ۵۰۰۰۰ څخه زیات شي.

XS
SM
MD
LG