لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خېبرپښتونخوا: ۱۲۱ کسان به د ۱۴ورځو قرنطين کولو وروسته سبا پرېښودل شي


د خېبرپښتونخوا د صحت وزير تېمور خان جګړا ويلي، د تافتان څخه راغلي ۱۲۱ کسان چې ۱۴ ورځې د قرنطين وخت يې پوره کړو او د کرونا وايرس ټېسټونه يې منفي راغله سبا د جمعې په ورځ پرېښودل شي.

هغه ويلي دغو مشکوک کسانو قرنطين او ټېسټونه په پېښور او ډېره اسماعيل خان کې شوي دي.

نوموړي په ټویټر د دغو کسانو د ضلعو تفصيل ورکړی او ويلي يې دي چې د کرونا وايرس پرضد د دوی مبارزه روانه ده که څه هم په دې کې ځینې قلاری راځي خو د خلکو د ټېسټونو منفي راتلل هم کاميابي ده.

جګړا چې د ۱۲۱ کسانو کومو ضلعې يادې کړي په هغو کې اسلام اباد، راولپنډۍ، ډېره اسماعيل خان، کرمه، هنګو، کوهاټ، بنو، مردان، چارسده، پېښور، مانسهره، صوابۍ، هري پور اېبټ اباد، بره دير ملاکنډ، سوات، کراچۍ، ګجرانواله، ګجرات، جنګ او منډي بهاؤ الدين کسان شامل دي.

هغه په بل ټویټ کې سپيناوی کړی چې د خېبرپښتونخوا نه علاوه د پنجاب سره تعلق لرونکي کسان په غلطۍ کې راوستل شوي وو.

جګړا په صوبه کې د لمړي اپرېل د کرونا وایرس د پېښو تفصيل هم ويلی دی.

هغه ويلي، د اپرېل په لمړۍ نېټه په صوبه کې د کرونا وايرس ۲۳ نوې پېښې مخې ته راغلي چې پکې ځايي او د بهر نه راغلي کسان هم شامل دي.

نوموړي په ټویټر ويلي، په صوبه کې د کرونا په وايرس اخته کسانو شمېره ۲۱۴ ته لوړه شوې او اووه کسان په صوبه کې د کرونا وايرس نه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG