لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبان کمزوري شوي خو شتون لري، د احسان الله احسان دعوه


احسان الله احسان

د پاکستاني طالبانو پخواني وياند احسان الله احسان ويلي چې پاکستاني طالبانو ته د امریکايي او پاکستاني ځواکونو د لاسه غټ تاوان اوختی خو هغه دعوه کړې چې دوی اوس هم شتون او د بريدونو توان لري.

د پاکستان د قېد نه تښتېدلي د پاکستاني طالبانو پخواني وياند او جماعت الاحرار ډلې شريک مشر د الجزيزه سره په مرکه دعوه کړې چې تحریک طالبان پاکستان او جماعت الاحرار چې د پاکستان او د دغه هېواد د پوځ مخالف ؤ په بشپړ ډول نه دي ختم کړی شوي.

هغه دا هم ويلي چې دوی د يو پلان لاندې غلي دي خو د پاکستان په ښارونو کې موجود دي او بريدونه کولی شي.

څيړونکی او ژورنالسټ طاهر خان وايي په پاکستان کې خو پاکستاني طالبان په منظم ډول وجود نه لري البته هغوی د هدفي وژنو دعوې کوي او وخت په وخت دغه ډول خبرونه مخې ته راځي او کېدی شي چې ځای په ځای وجود هم لري.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې طاهر خان وويل، ترڅو چې په افغانستان يا د پاکستان سره په پوله پرتو علاقو کې د دوی د شتون خبره کيږي نو هلته هم دوی اوس د مشکلاتو سره مخ دي.

نوموړی زياتوي بيا په داسې حالاتو کې چې په افغانستان کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې وشوې او هغه خبرې اوس د طالبانو د افغان حکومت ترمنځ هم روانې دي او دغه خبرې چې څومره کاميابيږي د پاکستاني طالبانو مشکلات به نور سېوا کيږي.

دغه ډول ژورنالسټ او څيړونکی حق نواز خان هم وايي د احسان الله احسان په اړه يو خو دا نه ده مالومه چې هغه دا وخت چرته دی او هغه په خپله وايي چې اوس کومه ايجنډا نه لري چې د کومې ډلې ملګری دی خو هغه وايي چې په راتلونکې کې به دغه خبره په ډاګه کړي.

نوموړی خان هم وايي په موجوده وخت کې طالبان په پاکستان کې منظم ډول وجود نه لري، او په راتلونکې کې به د وخت سره مالوميږي چې احسان الله احسان څه کوي ځکه هغه په خپله خو په مېدان نشته.

هغه وايي دغه ډول مرکې مخې ته راتلل په خپله پوښتنې راولاړوي چې د هغه په شا کوم قوتونه دي ځکه چې هغه خو اوس د پاکستان او پوځ پرضد ښکاره خبرې کوي.

حق نواز خان زیاتوي وايي البته دا پوښتنې مهمې دي چې هغه څنګه خوشی شو؟ دا وخت چرته دی؟ او په شا يې کوم قوتونه دي؟.

بل لور ته فضل خان خان اېډوکېټ وايي دوی پېښور هايکورټ ته خواست کړی چې احسان الله احسان څنګه وتلی ځکه چې عدالت ويلي ؤ چې هغه دې خوشی نه کړی شي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل عدالت په دغه اړه د حکومت نه ځواب غوښتی دی خو نوموړی تور لګوي چې هغه تښتېدلی نه، بلکې خوشی کړی شوی دی او که حکومت په دې معامله کې سنجيده وی د پلټنو ګډه کميټي به يې جوړه کړی وی.

فضل خان اېډوکېټ د پېښور په ارمي پبلک سکول کې د وژل شوي يو ماشوم پلار دی. د پېښور په ارمي پبلک سکول د کال ۲۰۱۴م د طالبانو په بريد کې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي چې زیاتره پکې د سکول ماشومان وو.

احسان الله احسان هغه وخت د پاکستاني طالبانو وياند او د پېښور د بريد زمه واري منلې وه هغه په ملاله يوسفزۍ د بريدزمه واري هم منلې وه.

د روان کال د جنورۍ په مياشت کې هغه په يو پېغام کې دعوه کړې وه چې د پاکستان د ولقې نه وتلی دی.

د پاکستان پوځ د کال ۲۰۱۷م د اپرېل په میاشت کې ويلي ؤ چې احسان الله احسان د هېواد امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوی دی او د دوی په ولقه کې دی.

د پاکستان حکومت او پوځ د احسان الله احسان د تښتېدو خبر ته په سمدستي ډول ځواب نه ؤ ويلی خو وروسته د فرورۍ په میاشت کې د کورنيو چارو وزير اعجاز يواځې دومره منلي ؤ چې هغه د پاکستان د ولقې نه تښېدلی دی.

په دغه اړه د پاکستان حکومت يا پوځ بیا هم نور کوم تفصيل نه دی شريک کړی.

احسان الله احسان الجزيره ته ويلي په پېښور کې د ابادۍ په علاقه کې د خپلې کورنۍ سره ساتل کېدو او د دغه ځای نه د کور د شا په دروازه وتلی ؤ.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG