لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتانه سیاسي مشران وایي دکرونا له امله یې خپلو فعالینو سره یې دتماس لارې بدلې کړي دي


د کله نه چې پاکستان کې د کرونا وبا خوره شوې ده نو سیاسي ګوندونو خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

دغو ګوندونو کې چا تر ۱۵م اپریل اؤ چا تر ۲۰م اپریل د هر قسمه جلسو د نه کولو اعلان کړی دی او ځینو تر بل اعلان پورې خپلې سیاسي هلې ځلې ختمې کړې دي.

خو دوي ببا د ټلیفون او د ټولنیزو رسنیو له لیارې خپلو فعالینو سره رابطه کې دي.

د عوامي نیشنل ګوند عمومي سکتر میاافتخار حسین وي او ای ته رالیږلي یو پیغام کې ویلي مونږ به د ترهګرۍ په ضد چې کومه وسله کاروله هغه میدان ته راوتل او انسانیت ژغورل وؤ خو اوس د کرونا نه د بچ کیدو د پاره دا وسله ده چې بنده دې یو اړخ ته شي او تنهایي دې خپله کړي.

هغه وایي مونږ د ټلیفون له لارې خپلو فعالینو سره برابر رابطه کې وسیږو خو کوشش مو دا وي چې یو بل نه لرې پاتې شو.

د جماعت اسلامي امیر سنیټر سراج الحق په خپلو فعالینو غږ کوي چې د کرونا لړ کې دې د سرکار په ټولو هدایاتو عمل وکړي.

خپل ویډيوي پیغم کې هغه ویلي په دې وضعیت کې زه د خپل ګوند کارکونکو سره د ټیلفون په کرښه او د ویډیو لنک په ذریعه رابطه کې یم. ددې لپاره چې زمونږ هره ورځ یو بل سره رابطه هم وي،

هغه وایي چې ددې تماسونو مقصد دادی چې د قام خدمت هم وکړی شو او یو تر بله فاصله هم برقرار وي.

نوموړی په ټولو خلقو غږ کوي چې یو بل نه دې ټولنیز لریوالی وساتي او عباداتو کې ځان مصروف وساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG