لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د تورخم او چمن په پوله افغان وګړو خپل هېواد ته تګ پېل کړو


د چمن پوله

د تورخم او چمن په پوله افغانستان ته نن د ګل، دوشنبې د ورځې نه د خلکو تګ پېل شو، د پاکستان حکومت د خالي، شنبې په ورځ اجازه ورکړې چې د شپږم اپرېل نه تر نهم اپرېل پورې به افغان وګړي بيرته خپل هېواد ته تلی شي.

د چمن پوله د ۳۶ ورځو راهسې تړلې پرته وه او د تورخم پوله په ۱۶م مارچ تړل شوې وه، چې له امله يې د زرګونو په شمېره کې افغان وګړي په پاکستان کې ايسار شوي وو.

چارواکو ويلي په پوله يواځې هغو کسانو ته د تګ اجازه ورکولی شي چې افغان وګړي وي.

له دې نه علاوه د نېټو، افغان ټرانزټ ترڅنګ نور ګاډي او کنټېنرې په پوله ولاړې پاتې دي.

که څه هم کره شمېره نه ده مالومه خو د پولو د بندېز له امله په پاکستان کې د زرګونو په شمېره کې افغان وګړي ايسار شوي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل وو.

په پوله ګېر افغان وګړو د پاکستان د حکومت دغه اقدام ستايلی چې د تلو اجازه يې ورکړه خو دوی وايي بايد مخکې پرېښودل شوی وی.

په دغو افغان وګړو کې چې د پولې دې اړخ ته پاتې شوي د ځينو پکې ويزې هم ختمې شوي خو پاکستاني چارواکو ويلي دوی ته برابرتيا کولی شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر د خالي په ورځ ویلي، د افغانستان په خواست يې د انساني خواخوږۍ په اساس افغان وګړو ته د بیرته تګ اجازه ورکړه.

پاکستان د کرونا وايرس د مخنیوي په لړ کې د افغانستان او ايران سره ځمکنې لارې تړلې وې.

XS
SM
MD
LG