لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې دکرونا وائروسو له لاسه دمړینو شمیره۱۷ؤ ته ورسېده


چارواکي وایي په خیبر پښتونخوا صوبه کې د کرونا وائروسو له امله یو بل تن هم مړ شوی چې دې سره په دغه صوبه کې په کرونا وائروسو داخته ناروغانو د مړینې شمیره ۱۷ؤ ته رسېدلې ده.

دخیبر پښتونخوا د خزانې وزیر ښاغلي تیمور جګړه دنهې په ورځ په ټوئټر دیو بل تن دمړینې سره صوبه کې د ۱۷ؤ کسانو د ومړینې خبره منلې ده اؤ ویلي یې دي چې ۱۳۸دکرونا تازه پېښې ثبت شوي چې دغه ناروغان هسپټال ته لیږدول شوي دي .

هغه ویلي په خیبر پښتونخوا صوبه کې تر اوسه د کرونا وائروسو څخه ۶۹کسان روغ شوي دي .

په تیر یو شواروز کې پاکستان کې په کرونا وائروسو اخته څلور کسان مړه شوي اؤ دغسې د ګرد هیواد په کچه دمړینو شمیره ۵۴ؤ ته رسېدلې ده

دپاکستان دصحت دمحکمې دشمیرو له مخې پنجاب کې د کرونا د ناروغانو شمیره ۱۹۱۸،سندهـ کې ۹۳۲،خیبر پښتونخوا کې ۵۰۰،بلوچستان کې ۲۰۲،ګلګت بلتستان کې ۲۱۱،اسلام باد کې ۸۳ اؤ د پاکستان د واک لاندې کشمیر کې ۱۸ ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG