لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمردان دضلعي روغتون یو ډاکټر هم په کرونا وائروسو اخته شو


د خېبرپښتونخوا مردان ضلعې لوئې سرکاري هسپتال يا ډي اېچ کيو مردان يو ډاکټر هم د کرونا وايرس ښکار شوی دی.

ډاکټر ضياالرحمان وايي، د دوي سره حفاظتي سامان د صحت د نړيوالې ادارې د معيار سره سم نه وو. دوي بيا بيا د انتظاميې نه غوښتنه کړې وه چې دغه ضرورتونه يې پوره کړی شي.

نوموړي ډيوه ته وويل چې دا وخت يواځې په پاکستان نه بلکې په ټوله نړۍ کې د حفاظتي سامان کمی دی خو که ډاکټران بچ نه شي نو د مريضانو علاج به بيا څوک کوي.

دا په داسې حال کې چې کرونا وايرس له امله په سندهـ صوبه او ګلګت بلتستان کې دوه ډاکټران مړه شوي دي او د بلوچستان د يو ډاکټر پشمول يو شمېر نورو ډاکټرانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

د ځوانانو ډاکټرانو د تنظيم ينګ ډاکټرز اېسوسي اېشن يو غړی ډاکټر احمدزېب وي او ای ډيوه ته وويل، د صوبې د نيمو نه زيات ډاکټرانو سره د ځان ساتلو الات يا سامانونه نشته.

هغه وايي، په ډاکټرانو کې ۴۰ يا ۵۰ فيصده ته حفاظتي سامانونه شته خو لاندې نورې عملې لکه نرسانو، پېراميډيکل سټاف يا کلاس فور عملې ته هېڅ حفاظتي سامانونه نه دي ورکړل شوي.

هغه دا ويره څرګنده کړه چې نن يواځې ډاکټر ضيا د کرونا وايرس ښکار شوی خو په راتلونکي کې کېدی شي نور ډاکټران او عمله هم د دې ښکار شي ځکه چې حفاظتي سامانونه او په خصوصي توګه اېن ۹۵ ماسکونه نشته.

بل اړخ ته د پاکستان ډان ورځپاڼه ليکي، د پاکستان وزيراعظم عمران خان ته د هغه د صحت سلاکار ډاکټر ظفرمرزا ويلي، ټولو صوبو ته يې پينځه لاکه ماسکونه ورکړي کوم چې د صوبو د ضرورت نه هم زيات دي.

په دغه رپورټ کې د صحت د سلاکار په حواله دا دعوه هم شوې چې د ځان خوندي ساتلو د سامان ترڅنګ نور حفاظتي الات صوبو ته لېږل شوي دي خو د ينګ ډاکټر اېسوسي اېشن د خېبرپښتونخوا صدر ډاکټر رضوان کنډي دا دعوې سمې نه بولي او وايي چې صوبايي حکومت هم دا دعوه کوي خو په زياتره روغتونونو کې دغه سامانونه نشته.

ډاکټر رضوان دا غوښتنه هم وکړه چې که په رښتيا دا سامانونه رالېږل شوي وي، حکومت يې بايد پلټنې وکړي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG