لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان، افغانستان ته بار وړونکو لاريو او کنټېنرو د تلو اجازه هم ورکړه


پاکستان ويلي د افغان حکومت په خواست يې د تورخم او چمن په پوله بار وړونکو لاريو او کنټېنرو ته د تلو اجازه ورکړې خو ويلي يې دي په اوونۍ کې به درې ورځې دغه ګاډي تلی شي او د ګاډو تګ به سبا په لسم اپرېل د جمعې د ورځې نه پېل شي.

له دې وړاندې پاکستان هغو افغان وګړو ته چې په پاکستان کې ايسار شوي د شپږم اپرېل نه تر نهم اپرېل پورې د تلو اجازه ورکړې وه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د افغانستان د حکومت په خصوصي خواست يې په انساني بنيادونو د بار وړونکو لاريو او کنټېنرو ته افغانستان ته د پرېښودو پرېکړه کړې ده.

خو ويل شوي دغه ګاډي به په اوونۍ کې درې ورځې د ګل/ دوشنبې، شورو/ چارشنبې او جمعې په ورځ پرېښودی کيږي.

په بيان کې زياته کړی شوې چې دغه ګام د دواړو هېوادونو د مشورې وروسته پورته کړی دی.

له دې وړاندې د چمن پوله د ۳۶ ورځو تړل کېدو وروسته پرانستل شوې او د تورخم پوله په ۱۶م مارچ تړل شوې وه، چې له امله يې د زرګونو په شمېره کې افغان وګړي دې لوري ته پاتې شوي وو.

پاکستان د کرونا وايرس وبا د مخنيوي په لړ کې د ځمکنیو پولو تړلو اعلان کړی ؤ.

XS
SM
MD
LG